د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

افغانستان وروسته له دولس کاله


يو شمېرلويديځو چاپي خپرونو په خپلو تازه ګڼو کې په افغانستان کې د امريکا له لورې د بيارغاونې د ادارې د سرمفتش د راپور په اړه مطالب خپاره کړې دي.

دغې ادارې ويلې دي چې؛ په لسګونو ميليونه ډالرد افغانستان د ملي اردو د موټرو د پرزو په اخيستلو ضايع شوې دي.

فارن پاليسي خپرونه ليکي، د امريکا د پوځ له لورې د پرزو اخيستل يو لوی تجارت دی چې؛ هر کال نژدې ۲۵ ميليارډه ډالرو ته رسيږي او د دې لپاره چې پوځ د پلورلو دقيق اسناد نه لري، ډير کله داسې پرزې اخلي چې مخکې يې اخيستې وي.

خپرونه زياتوي چې؛ په افغانستان کې د امريکا د بيارغاونې د سرمفتش د ادارې د دې راپورونو سربيره چې په لسګونو مليونه ډالر په دې برخه کې ضايع شوې دي، لاهم د ځينو پرزو اخيستل دوام لري او ګټه هغو جيبو ته لويږي چې دغه پرزې اخلي او خرڅوي.

فارين پاليسي په افغانستان کې د امريکا د بيارغاونې د ادارې د سرمفتش جان سوپکو په وينا ليکلې دي چې؛ د امريکا د ماليه ورکوونکو د پيسو په برخه کې پکار ده چې بې سنده اټکل ونه شي.

خپرونه وړاندې ليکي، مزارشريف، هلمند او کندهار ته يو شمېر امريکايي څيړونکو سفرونه کړې دي او ويلې يې دي چې په دغو سيمو کې يو شمېر کانتينرونه له کلونو کلونو راهيسې نه دې تفتيش شوې، چې له دې سره غلاوو ته لاره هواريږي.

بريتانيايۍ ورځپاڼې انډپنډنټ بيا په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې د پرمختګ او نه پرمختګ مساله څيړلې ده. د دې ليکنې سرليک دي، افغانستان وروسته له دولس کاله.

انډپنډنټ ليکي، په افغانستان کې د دولس کلنې مداخلې په ترڅ کې د القاعده شبکې مشر ووژل شو، يو افراطي رژيم نسکوره شو خو له منځه نه ولاړ، دوه زره درې سوه امريکايان ووژل شول او له دوه زره اووم کاله تر اوسه پنځلس زره ملکيان په افغانستان کې ووژل شول. دغه انګريزۍ ورځپاڼه بيا د بريتانيايي پوځيانو تلفاتو ته اشاره کوي او ليکي، روانه اونۍ د بريتانيا د وژل شويو عسکرو شمير څلور سوه پنځه څلويښت تنو ته ورسيد.

ورځپاڼه بيا ليکي، اکثر لويديځ هيوادونه په جګړې کې د خپلې ونډې د پاي ته رسيدو تياري کوي او عموما د يوې جګړې په پاي کې تل تلفات په خاطرو کې پاتيږي.

د ورځپاڼې په باور وروسته تر دولس کاله په افغانستان کې د له لاسه تلليو امکاناتو هيرول اسانه دي دا هم ګرانه نه ده چې هيره شي چې د ناټو قربانيو په دغه هيواد کې څه لاس ته راوړنې لرلې شواي.

ورځپاڼه زياتوي، امريکا او د هغې متحدان افغانستان پريږدي، خو داسې نه چې خپل ماموريت هلته بشپړ کړي. په افغانستان کې د سالم دولت د جوړيدو، په خپل ځان د متکي کيدو او د فاسدو چارواکو د مجازاتو په څير اهداف ترلاسه نه شول.

د انډپنډنټ په وينا، دا خبره هم سمه ده چې د نجونو د تعليم او تربيې په برخه کې د ناټو برياليتوب ستر دي، خو د نړيوالو ځواکونو له وتلو سره او د طالبانو له غښتلي کيدلو سره دغه لاس ته راوړنه هم له خطر سره مخامخيږي.
XS
SM
MD
LG