د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

" طالبان لا هم د افغان حکومت جګ پوړو کسانو ژوند ته ګواښونه کوي"


امریکا چاپ، کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د لوګر د والي ارسلا جمال د قتل په اړه یو مضمون خپور کړی او دغه راز یې د کابل او واشنګټن تر منځ د امینتي تړون د څرنګوالی مساله هم څیړلې ده.

ورځپاڼه لیکي، د ارسلا جمال قتل د دط خبرې څرګندونه کوي؛ چې طالبان لا هم یو قوت دی او په افغانستان کې له دولس کالو جګړې وروسته باید له پامه ونه غورخول شي.

په عین حال کي له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کي د امریکا د پوځې حضور د غزونې په اړه خبرو وضعه معلومه نده او یو علت یي دادی چې طالبان لا هم د افغان حکومت د جګ پوړو کسانو ژوند ته ګواښونه کوي.

کریسچن ساینس مانیټر وړاندې لیکي؛ د طالبانو له خوا د جګ پوړو حکومتي چارواکو په نښه کول او وژل ښیي چې، دا ډله په اوس وخت کې د سولې خبرو ته لېواله نه ده او ممکن داسې فکر وکړي چې؛ دوی برلاسي یا وړونکي دي او دا په داسې حال کې ده چې؛ د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستان څخه د ناټو او ایتلافي ځواکونو د بشپړ وتلو امکانات هم زیات شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا متحده ایالاتو ټينګار کاوه چې؛ په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پاتې کېدو لپاره یوه معامله وکړي؛ خو داسې بریښي چې، په دې وروستیو کې دا خبره سسته شوې ده.

کریسچن ساینس مانیټر زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې له جمهور رییس کرزي سره په ګډ خبري کنفرنس کې وویل؛ په اصطلاح دوه اړخیز امنیتي تړون چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور ته به قانونې چوکاټ برابرکړې، لاسلیک کېدو ته نږدې شوی دی.

ورځپاڼه لیکي، د جان کري دا خوشبینې ډيره دقیقه او هر اړخیزه نه ده او دا ځکه چې، ده او جمهور رییس کرزي توافق وکړ چې، په افغانستان کې د پاته کېدونکو امریکایي پوځیانو د معافیت مساله به د پارلمان او لویې جرګې پریکړې ته پریږدي. د ورځپاڼې په باور، د امریکایي پوځیانو د معافیت مساله په امنیتي تړون کې تر ټولو مهمه او ستره مساله ده.

د اوپین ډموکراسيOpen Democracy په نامه انټرنیتي خپرونې په افغانستان کې د ښځود ستونزو او حقونو په اړه د مسعوده جلال یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کي یي لیکي:

د افغانستان ښځې هغو مشرانو ته چې دا هیواد یې د خپلو شخصي ګټو؛ قدرت اود ځان غوښتنې د لوبو په میدان بدل کړی؛ وایي چې، نور بس دی.

د جلال په باور، تر تولو ستره جګړه انتخابات دی. هر ډول بدلون که راشي او د ښځو ونډه په کې ځلانده نه وي، د افغانستان د ښځو په ژوند کې به کوم ستر بدلون رامنځ ته نه کړي.

مسعوده جلال د اوپین ډموکراسي خپرونه کې د افغانستان د ښځو د ستونزو او د هیواد د شخړو د حل لپاره په څلورو کټګوریو یا مادو کې پراخ وړاندیزونه کړي چې؛ لنډیز یې په دې ډول دی:

لومړی داستان یا سناریو افغانې سناریو ده. په دې حل کې ټول افغاني اړخونه په یوه سوله ییز حل توافق کولای شي. د افغانانو تر منځ دا ډول حل د افغاني حل په نامه یادیږي او دا ځکه چې دا حل د افغانستان د لرغونې دود او مشورو پر اساس رامنځ ته کیږي. د افغانې ډموکراسي د تعریف پراساس دا حل ډير ښه دی او دا ځکه چې ټول اړخونه په کې توافق ته رسیږي.

د مضمون لیکواله لیکي، دوهم داستان یا سناریو د بې نظمیو دوام؛ د ۲۰۱۴م کال انتخاباتو تر سره کېدل او د روانو شخړو د حالت دوام دی. په داسې یوه حالت کې به د کابل حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې وي او د هېواد په زیاتو برخو کې به قومي او سمتي شخړې زیاتې شي، د پراختیا اجنډا، ډموکراسي او د ښځو حقونه به یرغمل شي.

درېیم داستان یا سناریو منفي او بیرونکې سناریو ده اوهغه د سختې کورنۍ جګړې له امله د دولت د ړنګیدو حالت دی. دا حالت به افغانستان بېرته د ۱۹۹۰ لسیزې حالت ته بوزې.

مسعوده جلال د اوپین ډموکراسي د خپرونې په مضمون کې څلورمه سناریو د پراختیا حالت بولي او لیکي چې، دا حالت ځیني کسان د مرستندویانو د خوښې سناریو بولي او د پراختیایي کارونو په څنګ کې د یوه ډموکراټیک نظام د جوړولو لپاره لار هواروي چې؛ په نتیجه کې به یې په افغانستان کې د سولې او اتحاد بنسټ ټینګ شي.
XS
SM
MD
LG