د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۶

پاکستان د طالبانو یوه نوې ډله له زندانه ازاده کړه


پاکستان د ټیټې کچې اووه طالبان له زندانه خوشې کړې دي. پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټربیون څرګنده کړې ده چې دا خبر د طالبانو د دوو چارواکو او د خوشي شویو طالبانو خپلوانو تایید کړی او ویلي یې دي چې دغه اووه طالبان د سې شنبې په ورځ خوشي شول.

ورځپاڼې د طالبانو د دغو دوو چارواکو په وینا دا خبره هم خپره کړې ده چې په تیرو دوو ورځو کې پاکستان د طالبانو دوهم مشر ملا عبدالغني برادر ته اجازه ورکړې ده چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره خبرې وکړي.

د طالبانو یوه چاروکي چې د نوم له اخیستو ډډه کوله دغې پاکستانۍ ورځپاڼې ته وویل، زه دا خبره تاییدوم چې اووه تنه نوي خوشي شوي طالبان له خپلو کورنیو سره یوځای شوې دي. د طالبانو یوه بل مشر هم دا خبره تایید کړه خو ویې نه غوښتل چې د هغوی نومونه واخلي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د دغو کسانو د خوشي کیدو په اړه کوم بیان نه دی خپور کړی. دا تر دوو میاشتو په لنډه موده کې د طالبانو دوهمه ډله ده چې له زندانه خوشي کیږي.
د سپتمبر په اوومه پاکستان د طالبانو د جګپوړي قوماندان منصور داداله په ګډون د اوو طالبانو د خوشي کیدو خبر خپور کړ، خو طالبانو ویلې دي چې تر دې دمه د منصور داد اله کورنۍ هغه نه دی لیدلی.

پاکستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د افغان دولت په غوښتنه تر اوسه نژدې څلویښت طالبان له زندانونو خوشي کړې دي.

خو افغان چارواکي وایي، چې د دغو خوشي شویو کسانو له ډلې یو تن هم د سولې له بهیر سره نه دی یوځای شوی.

پاکستان بیا بیا ادعا کړې ده چې ملا برادر یې پرې ایښی دی چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره یوځای شي، خو د ایکسپریس تربیون ورځپاڼه د طالبانو د سرچینو په وینا څرګندوي، ملا برادر یې دې ته نه دی پرې ایښې او یوازې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو یې ملا برادر ته دا اجازه ورکړه چې په ټیلفون د خپلې کورنۍ له غړیو سره خبرې وکړي.

د افغانستان ولسمشر تیره اونۍ وویل چې ملا برادر یو مخ نه دی خوشي شوی، حامد کرزي هیله څرګنده کړه چې اسلام اباد هغه ته دا زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې د سولې په بهیر کې ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG