د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

له افغانستان سره امنیتي تړون چې امریکا ورته اړتیا لري


واشنګټن پوست:

واشنګټن پوست ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، له افغانستان سره امنیتي تړون چې امریکا ورته اړتیا لري – تر سرلیک لاندي یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کي یي لیکي:

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري افغانستان ته په خپل عاجل سفر او هلو ځلو سره دواړه، افغان او امریکا حکومتونه له هغه مصیبته وژغورل چې پخپله یي ځان ته ایجاد کړی دي.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان پوځ او حکومت به په وروسته کلونو کي له زیاتو ستونزو او ګواښونو سره مخامخ شي.

د امنیتي تړون له لاسلیک پرته به افغان حکومت دغو ګواښونو ته یوازې پریښودل شي او افغانستان ته به د امریکا مرستې او همکارۍ هم بندې شي.

له بلې خوا، داسې بریښي چې جمهور رئیس اوباما او د هغه اداره د عراق په څير د یوې بلې اشتباه پر لور روان دي.

امریکا لکه څنګه چې لازمه وه، له عراق سره یې امنیتي تړون تعقیب نه کړ او له امله یې امریکایي ځواکونه له هغه هیواده ووتل. دا مهال عراق د فرقه یي او قومي جګړو په شخړو کې ښکیل دی.

واشنګټن پوست ورځپاڼه زیاتوي:

په همداسي یوې حساسې مرحلې کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هلې ځلې پیل کړي، خو بیا هم ځینو پوښتنو ته وروستي ځوابونه نه دي ورکړل شوي.

یوه پوښتنه په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د پاته کیدونکو امریکایي عسکرو د قانوني تعقیب مسئله ده، په دې معنی چې آیا دا عسکرو به د تخلف یا سرغړونې په صورت کي د افغانستان په محاکمو کي محاکمه کیږې او که له تعقیب څخه به معافیت ولري.

ورځپاڼه لیکي:

د جمهور رئیس حامد کرزي د سخت او جدي چلند او د امریکا د پوځي ستراتیژۍ له عملي کیدو سره د جمهور بارک اوباما نه لیوالتیا چې دا ستراتیژي یي پخپله طرحه کړې، د امنیتي تړون د ګډوډیدو امکان لیدل کیږي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه لیکي:

دا خبره باید له یاده ونه باسو چې افغانستان په تیرو لسو کالو کي د امریکا او ناتو په مرسته زیات پرمختګونه او لاسته راوړنې درلودې او افغان امنیتي ځواکونه د امریکا او ناتو په مرسته دا لاسته رواړنې ساتلاي شي.

د ورځپاڼې په باور، ددغه اتحاد د له منځه وړلو لپاره به هره دسیسه چې له هر لورې وې، ډير ناوړه عواقب رامنځ ته کړي.

لاس انجلس ټايمز:

امریکا چاپ بلې ورځپاڼې، لاس انجلس ټایمز، د طالبانو مشر ملا عمر افغان حکومت ته خبرداری ورکړی چې له امریکا سره امنیتي تړون دي نه لاسلیکوي- تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی.

ورځپاڼه د څيړونکو له خولې لیکي:

د طالبانو پر له پسي اعلامیې د دې څرګندويې دي چې دوى اندیښمن دي او په دې توګه غواړي د افغانانو فکرونه بدل کړي او ځانونه تر نور زیات وطندوست او مسلمان معرفي کړي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه وړاندي لیکي:

د طالبانو له دې ډول اعلامیو څخه څرګندېږي چې د افغان حکومت مخالفان بېسواده او ساده وسله وال نه دي، بلکې دوى ستراتیژي لري او په عین حال کې روحي یا رواني جګړه هم پر مخ وړي.
XS
SM
MD
LG