د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

د ایران پر اټومي لانجې په خبرو کې پرمختګ شوی


کاټرين اشټون له نورو ډيپلوماتانو سره په خبرو بوخته ده
کاټرين اشټون له نورو ډيپلوماتانو سره په خبرو بوخته ده
د ایران د اټومي لانجې د هواري لپاره د ملګرو ملتو د امنیت شورا د دایمي غړیو او جرمني استازیو له ایران سره په جینوا کې دوه ورځنۍ غونډه د سې شبنې په سهار پیل کړه.
اروپایي ټولنه وایي، په جینوا کې د ایران استازي د خپل هیواد د اتومي لانجې د هواري لپاره ډیرې ګټورې خبرې وکړې.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو د مشرې کاټرین اشټن ویاند مایکل مان په جینوا کې د خبرو له پیل وروسته وویل، دې خبروته هیلمن دی:
« موږ دلته په هیلمن محتاطانه احساس او غښتلی نیت راغلي یوو، ځکه چې موږ باور لرو چې اوس د محسوسې نتیجې اخیستو وخت رارسیدلی دی»
مایکل مان ازادي راډيو ته دا هم وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد وړاندیز په دوه ساعته کې بیان کړ او څرګنده یې کړه چې ایران دې خبرو ته له یوه تفصیلي پلان سره راغلی دی.
تر اوسه د ایران د وړاندیز تفصیلات نه دې خپاره شوي. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس عراقچي د خبرو تر منځ د وقفې پر مهال خبریالانو ته وویل:
« موږ ډیر جدي یوو، دلته د یوې سیمبولیکي هڅه لپاره نه یو راغلي. موږ دلته د وخت د ضایع کیدو لپاره نه یوو راغلي. موږ د ایران او بل اړخ تر منځ جدي خبرو ته لیواله یوو او په دې باور یوو چې هغه پلان چې موږ یې وړاندې کوو په هغه کې دا ظرفیت شته چې دغه هدف ته ورسیږو»
د اګست له میاشتې راوروسته چې حسن روحاني د ایران ولسمشر شوی دی دا لومړی ځل دی چې ایران له نړیوالې ټولنې سره د خپل اټومي پروګرام پر سر خبرې کوي.
خو بل لور ته اسراییل نړیوالو ته خبرداری ورکړ چې بیړه ونه کړي.
په بیت المقدس کې د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل:
« ایران سخت کوشش کوي چې بندیزونه لرې کړي. زه فکر کوم په داسې وخت کې چې نړیوال خپل هدف ته نژدې شوي وي دا به تاریخي تیروتنه وي چې دغه بندیزونه سست شي. اوس یو فرصت برابر شوی دی چې د ایران پوځي اتومي پروګرام ته سوله ییزه حل لاره پیدا شي. دا فرصت هغه وخت عملي کیدای شي چې نړیواله ټولنه پر ایران خپل فشار ته دوام ورکړي. ځکه چې دا هغه فشار دی چې ایران یې بیرته خبرو ته چمتو کړ»
نړیوال دا اندیښنه لري چې ایران اټومي وسلې جوړې نه کړي او ایران تل دا خبره رد کړې او وایي چې د انرژي د ترلاسه کولو لپاره یې اټومي تاسیسات فعاله کړې دي.
XS
SM
MD
LG