د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۴۴

خبرونه

د بحران ډله وايي افغان ښځې به له زياتو ستونزو سره مخامخې شي

د بحران نړیواله ډله وايي ، د افغانستان ښځې به له ۲۰۱۴ م کال وروسته له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

دې ډلې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کي ښځې له مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

د بحران نړیوالې ډلې پر افغان حکومت غږ کړی چې د ښځو د ملاتړ قوانین دي عملې کړي او د ښځو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره دې لازم اقدامات وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ۲۰۳ تندر قول اردو: پکتیا کې ۱۷ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي

پکتیا کې افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي په دې ولایت کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

ددې قول اردو ویاند ایمل مومند رسنیو ته وویل چې تېره شپه افغان ګډو ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ په اړوند سیمو کې هوایي او ځمکني عمليات کړي.

مومند زیاته کړه: "۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي، د جګړې سیمه کې د ۶ جنګیالیو جسدونه پاتې او همداراز ۴ عرادې وسایط، مهمات او زیاته اندازه درنه او سپکه وسله له منځه وړل شوې ده. "

هاخوا د سیمې خلک بیا وایي، عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر عام خلک هم زیانمن شوي، خو د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند حیات الله نظامي ازادي راډیو ته وویل چې یو ماشومان د طالبانو له لوري د توغول شوي هاوان مرمۍ له امله ټپي شوی.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې عملیاتو او په جنګ کې د زیانمنو ملکي وګړو په اړه تبصره نه ده کړې، خو د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په تازه استول شوي اعلامیه کې یې ویلي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري د هوایي او ځمکنيو عملیاتو په غبرګون کې به د دوی جنګیالي په دفاعي حالت کې پاتې نه شي او په خپله جنګي پالیسۍ کې به بدلون راولي.

اذربایجان د ارمنستان د وسله والو ځواکونو ۱۳ غړي په بند محکوم کړل

یو تن ارمنی سرتیری

د اذربایجان یوې محکمې د ارمنستان د وسله والو ځواکونو ۱۳ غړي په غیر قانوني ډول له پولې د وراوښتو او وسلو لرلو په تور په شپږو کلونو بند محکوم کړل.

د باکو د لویو جرمونو محکمې پرون دغو کسانو ته د بند سزا واوروله، خو تورن شوي کسان دا تورونه ردوي.

تر اوسه د ارمنستان چارواکو د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې دا ډول محاکمې غندلې وې او ادعا یې کړې وه چې تورن شوي او محکوم شوي کسان د جګړې اسیران وو.

راشد خان: د سلو توپونو روانو سیالیو کې به افغانستان ته ویاړ راوړم

راشد خان

د افغانستان د کرکټ پېژندل شوي لوبغاړي راشد خان ویلي، تیار دی د سلو توپونو په روانو سیالیو کې افغانستان ته ویاړ په برخه کړي.

سپورټ مول (Sport Mole) خپرونې نن جمعه د راشد خان خبرې رااخیستي چې ویلي یې دي، دا ده او د ده هېواد ته ویاړ دی چې د سلو بالونو په مسابقو کې د لومړي وار لپاره برخه لري.

د سلو بالونو تجارتي مسابقې تېره چهارشنبه په انګلستان کې د اتو ټیمونو ترمنځ پیل شوي او یوه میاشت دوام کوي.

د راشد خان د ټیم لومړۍ مسابقه به سبا شنبه وي.

د خبریالانو فدراسیون: افغان جګړه کې دې د رسنیو ازادي رعایت شي

ارشیف

د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې د یوې محلي راډیو د خپرونو تر بندېدو وروسته د خبریالانو نړیوال فډراسیون وايي، د افغانستان جګړه کې باید د رسنیو ازادي رعایت شي.

په نجراب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ تر جګړې وروسته د نجراب راډیو خپرونې تېره سې شنبې بندې شوي او کار کوونکي یې د خوندیتوب لپاره نورو ځایونو ته وتښتېدل.

د خبریالانو نړیوال فډراسیون نن په یوه اعلامیه کې وویل، د دې راډیو د ډېری کار کوونکو کورونه په هغو سیمو کې دي چې د طالبانو لاسته ورغلي او ځینې یې کابل ته تللي دي.

دغه فډراسیون د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې چې د بیان او رسنیو ازادیو ته درناوی وکړي او بشر دوستانه قوانین رعایت کړي.

تاجکستان چمتو ده چې تر ۱۰۰ زرو افغان کډوالو ته پناه ورکړي

تاجکستان کې افغان کډوال

تاجکستان وايي، تیار دی چې له افغانستانه د اوښتونکو څه باندې سل زره کډوالو ته پناه ورکړي.

د تاجکستان د اضطراري حالاتو او ملکي دفاع د کمېټې مرستیال امام علي ابراهیمزاده نن وویل، که د افغان کډوالو شمېر تر دې زیات شي، دوشنبې به له نړیوالو ډلو د مرستې غوښتنه وکړي.

ابراهیمزاده وویل چې د کډوالو د احتمالي جوپې لپاره د چمتووالي په لړ کې په ختلان سیمه کې د خوړو د دوو لویو زېرمو جوړول پیل شوي دي.

د ابراهیمزاده په خبره په وروستیو کې په ۱۱ الوتنو کې ۱۶۰۰ افغانان چې د جګړو له کبله تاجکستان ته اوښتي وو، بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د افغانستان په شمال کې د جګړو له شدت سره جوخت ګڼ افغانان مجبوره شوي، تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو ته واوړي.

ایران کې مظاهرې؛ د مړو شمېر ۵۰ ته ورسېد

ایران کې مظاهرې

په ایران کې د مظاهرو پر اتمه شپه یو بل تن هم وژل شوی چې ورسره په ناکراریو کې د مړو شمېر پنځو ته ورسېد.

ایران کې دغه مظاهرې د اوبو د سخت کموالي له کبله پیل شوي دي.

د ایران د دولتي راډیو- ټلوېزیون وېب سایټ نن راپور ورکړی چې دوه نور کسان د لرستان ولایت په اليګودزر ښارګوټي کې د مظاهرو پرمهال سخت ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي و، داسې ښکاري چې ایراني چارواکو په خوزستان ولایت کې د مظاهره چیانو پر خلاف سخت ځواک کارولی دی.

له خوزستانه وروسته دغه مظاهرې د ایران نورو سیمو ته خپرې شوې.

ایران له داسې سختې وچکالۍ سره لاس تو ګرېوان دی چې په تېرو ۵۰ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی، دې مسالې د اوبو رسولو کمزوری سیسټم اغېزمن کړی چې د ایران کرنه یې هم زیانمنه کړې ده.

توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستي مراسم پیل شول

د المپیک لوبو د پرانیستې مراسم

د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د المپیک نړیوالو مسابقو د پرانیستې مراسم پیل شول.

د مسابقو تنظیموونکي اړ دي، د کرونا وبا له کبله دغه مسابقې تر خاصو شرایطو لاندې ترسره کړي.

د پرانیستي مراسم څه باندې نیم ساعت مخکې پیل شول او په هغه سټډیوم چې اته شپېته زره کسان په کې ځایېدای شي، تر زرو لږ کسان حاضر وو.

کله چې په وروستیو کې په توکیو کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتیدو له کبله په دې ښار کې بیړنی وضعیت اعلان شو، د المپیک تنظیمونکو په دې سیالیو کې د نندارچیانو پر ګډون بندیز ولګاوه. دا د ۲۰۲۰میلادي کال نړیوالې مسابقې دي چې د کرونا وبا له کبله په یو کال ځنډ ترسره کېږي.

خوست کې د چرګانو د دانې تولیدي فابریکه فعاله شوه

د چرګانو دانه

نن جمعه (د زمري په ۱ نېټه) په خوست کې د خصوصي سکټور په چوکاټ کې د چرګانو د دانې نسبتاً لويې تولیدي فابریکې چې په یوه شپه ورځ کې د ۵ زره بوجیو خوراکې، د تولید ظرفیت لري په فعالیت پیل وکړ.

په یاده فابریکه چې یو تن خوستي پانګوال ۱۶۶ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې، د اوس لپاره ۱۲۰ تنو کاریګرو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

د یادې فابریکې یو تن مسوول عبدالله باور ازادي راډیو ته وویل، دا فابریکه به د نورو ولایتونو سربیره ګاونډیو هېوادونو ته هم د چرګانو د خوراکې صادرات ولري.

بل لوري ته د خوست چارواکي وايي، هغه کسان چې غواړي دې ولایت کې پانګونه وکړي، هغوی ته به د امنیت په ګډون ټولې لازمې اسانتیاوې برابر کړي.

د خوست والي مهمند کټوازي پانګوالو، صنعت کارانو او هغوی سره چې دې ولایت کې پانګونې ته لېوالتیا لري، د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

سره له دې چې خوست کې ډېر پانګه وال پر تولیدي فابریکو پانګونې ته لېوالتیا لري، خو بیا هم د چارواکو د پرله پسې ژمنو سره-سره له کلونو راهیسې د صنعتي پارک د فعالیدو په مخکې ټولنیزې ستونزې نه دي هوارې شوي.

اروپايي ټولنه: روسیه دې پر ژورنالیستانو 'زیاتېدونکي فشارونه' ودروي

د اروپايي ټولنې بیرغونه

اروپايي ټولنې له روسیې غوښتنه وکړه چې پر خپلواکو رسنیو، ژورنالیستانو او د مدني ټولنې پر سازمانونو خپل «زیاتېدونکي فشارونه» ودروي.

دې ټولنې په روسیه کې په ځانګړي ډول، د پارلماني ټاکنو په درشل کې ځپونکي اقدامات د اندېښنې وړ بللي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست د مشر ویاندې، پرون په یوه بیان کې د روسي چارواکو پر تازه پرېکړې انتقاد کړی دی.

د روسیې حکومت ځینې ژورنالیستان، د حقوقي مرستو غیرحکومتي سازمانونه، د قانون او عامه پالیسۍ انسټیټیوټ د بهرنیو اجنټانو په لېست کې شامل کړي او د پراجکټ په نوم یو مطبوعاتي بنسټ یې د نامطلوبو سازمانونو په لېست کې راوستلی دی.

دغه اقدام ته په روسیه کې د سېپټمبر د ۱۹مې د پارلماني ټاکنو په درشل کې د رسنیو او د مدني سازمانونو ځپلو د هڅې په سترګه کتل کېږي.

دفاع وزارت وايي طالبانو پر ۹۰ سلنه سرحدونو ولکه نه ده ټينګه کړې

وسله وال طالبان

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو هغه ادعا رد کړه چې د افغانستان د ۹۰ سلنه سرحدونو د نیولو لپاره یې کړې وه.

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان د طالبانو تر پرونۍ ادعا وروسته نن د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې دغه ادعا درواغ بللې ده.

که له یوې خوا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو روان دي، په وروستیو کې وسله والو طالبانو د کلیدي سرحدي دروازو تر څنګ د افغانستان پر ځینو برخو ولکه ټینګه کړې ده.

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي تېره چهارشنبه ویلي وو، وسله والو طالبانو د ۴۲۰ ولسوالیو د مرکزونو له ډلې تقریباً پر نیمايي هغو ولکه ټینګه کړې ده. خو د افغانستان حکومتي چارواکو په وار- وار ویلي، دوی د وسله والو طالبانو پرضد د روانې جګړې له کبله ګڼې ولسوالۍ بېرته نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت: طالبانو په سپین بولدک کې سل ملکیان وژلي

ارشیف، سپین بولدک وسله وال طالبان

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پر طالبانو تور لګولی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې تر ۱۰۰ زیات ملکیان وژلي دي.

د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې دا خبره وکړه: "د لومړنیو اطلاعاتو له مخې طالبانو شااوخوا ۴۰۰ کسان له کورونو ایستلي دي، د څه باندې ۱۰۰ کسانو اجساد موندل شوي دي. ځینې یې په کورونو کې شهیدان کړي، ځینې اجساد د سپین بولدک په رېګونو او چوکونو کې پیدا شوي دي چې اکثریت یې ملکیان دي."

د کندهار له سپین بولدکه د ملکیانو د وژنې او د خلکو د کورونو د لوټ د ادعاوو په تړاو په لومړني عکس العمل کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح دا کار د غچ لپاره عام وژنه بللې ده.

ښاغلي صالح نن سهار په خپل ټوېټر کې زیاته کړې چې اکثر قربانیان ورزشکاران، مدني فعالان، سوداګر او هغه خلک وو چې له دولت سره په خواخوږي تورن وو.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد بیا پر دې ډلې د سپین بولدک د وروستیو پېښو په تړاو لګېدلي تورونه رد کړي دي.

امریکا د کیوبا پر دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا بندیزونه ولګول

ارشیف، د کیوبا او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) د کیوبا پر دفاع وزیر او د ځانګړو ځواکونو پر قطعې د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دولت-ضد مظاهرو پر مهال له بشري حقونو د سرغړونو د ادعاوو له کبله بندیزونه ولګول.

د امریکا خزانې وزارت د کیوبا د دفاع وزیر ایلوارو لوپیز میرا (Álvaro López Miera) او د کیوبا د کورنیو چارو وزارت اړوندې د ځانګړو ځواکونو پر قطعې دغه بندیزونه اعلان کړل.

د دغو بندیزونو له مخې په لوپیز میرا او د ځانګړو ځواکونو په قطعې پورې اړوندې هر ډول شتمنۍ کنګل کېږي، د امریکا وګړي، اوسېدونکي او کمپنۍ له دوی سره له هر ډول مالي راکړې ورکړې منع کېږي.

د امریکا د خزانې وزارت په حواله، د کیوبا دفاع وزارت او د امنیتي خدماتو ادارې مامورانو شااوخوا ۱۰۰ هغه کسان نیولي چې په پام کې یې لرل مظاهرې وکړي. د مظاهرو له پیله لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.

د کیوبیا د بهرنیو چارو وزیر برنو رودریګز په ټویټر کې تازه بندیزونه 'بې بنسټه او ناوړه' بللي دي.

په کیوبا کې دغه مظاهرې تر اقتصادي بحران وروسته د اساسي توکو د ګرانۍ او د برښنا د پرچاوۍ له کبله پیل شوې وې.

امریکا: د ماسکونو کارونې په اړه غوښتنه نه ده ترلاسه شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او وقایې ادارې ویلي، د ماسکونو کارونې په اړه د لارښود په بدلون کې یې لا کومه غوښتنه نه ده ترلاسه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد کې د چارواکو په خبره د کرونا ویروس مثبتې پېښې په زیاتېدو دي.

ګڼ هېوادونه د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې د خپرېدو د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او وقایې ادارې مشرې راشل والینسکي پرون ویلي، تر اوسه د اوسني لارښود د بدلېدو لپاره کومه پرېکړه نه ده شوې.

هغې ویلي، هغو کسانو چې بشپړ واکسین لګولی، اړتیا نه ده چې ماسکونه وکاروي، خو هغه کسان چې په بشپړ ډول واکسین شوي نه دي، کولی شي د ماسکونو کارونې ته دوام ورکړي.

سپینې ماڼۍ او د روغتیا چارواکو د کرونا ویروس د مثبتو پېښې له زیاتېدو سره جوخت په دې اړه چې د ماسکونو کارونې په اړه لارښود بدل کړي که نه، په خپلو کې بحثونه کړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې یوه مسوده رد کړه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې له خوا د پېشنهاد شوي پرېکړه لیک مسوده رد کړه.

په دغه پېشنهاد کې د ځانګړي نړیوال استازي د څوکۍ د لغوه کېدو غوښتنه شوې وه چې د ۱۹۹۵میلادي کال د سولې موافقې د تطبیق د څار مسوولیت لري.

د سولې هغه موافقه د بوزنیا د جګړې د پای ته رسېدو سبب شوې وه.

د پرېکړه لیک دغې مسودې، د تصویب لپاره د امنیت شورا د ۱۵ رایو له ډلې نهو رایو ته اړتیا درلوده، خو یوازې یې د روسیې او چین رایې ترلاسه کړې او د امنیت شورا ۱۳ نورو غړو سپینې رایې وکارولې.

تر دې رایې اچونې مخکې غربي ډیپلوماتانو مسکو تورن کړ چې د بوزنیا-هرزګوینا لپاره د ځانګړي استازي د دفتر د کمزوري کولو هڅه کوي.

د امریکا په منځګړتوب د سولې موافقه له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۵م کاله پورې د جګړې د ختمېدو سبب شوه.

د بوزنیا او هرزګوینا په هغه جګړه کې تر سل زره ډېر کسان ووژل شول.

لغمان چارواکي: قرغیو کې چاودنې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل

ارشیف، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ

په لغمان ولایت کې چاودنې د ۳ ماشومانو په ګډون ۵ تنه ټپیان کړل.

د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون پنجشنبه (د چنګاښ ۳۱مه ) ماسخوتن شااوخوا ۸ بجې د قرغیو ولسوالۍ د کندې حسن خېلو سیمه کې د ملکي وګړو پرهغه مرسډیز موټر وشوه چې په خبره یې، د وسله والو مخالفانو له خوا پر ځای پرځای شوي ماین وربرابر شو.

افغانیار په دې پېښه کې د ۳ ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي، خو د لغمان د عامې روغتیا رئیس عبدالمعروف جلیلي بیا ازادي راډیو ته وویل چې له یادې پېښې ۵ تنه چې ماشومان هم په کې دي، روغتون ته انتقال شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

تراوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG