د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

داخلي حملې د افغانستان د جګړې ملاتړ کمولای شي


د بریتانیې چاپ ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه امریکايي عسکر د وژل کیدو په اړه مقاله خپره کړې ده.

دا امریکايي عسکر په ګردیز کې د هغه افغان همکار وژلی دی.

ګارډین لیکي: یوه افغان چې پوځي یونیفورم یې اغوستی وو ، د یک شنبې په ورځ په ګردیز کې پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې او یو تن یې وواژه .

د ګارډین په وینا، په تیره څه کم یوه میاشت کې دا څلورمه داسې حمله ده .
ګارډین لیکي:
ټاکل شوې چې اکثریت نړیوال محارب ځواکونه د ۲۰۱۴ (میلادي) کال ترپایه له افغانستانه ووزي. دا حمله د افغان امنیتي ځواکونو او د هغوي د نړیوالو همکارانو ترمنځ موجوده بې باوري او لانجې لا زیاتولای شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغان عسکرو لخوا د هغوي پر بهرنیو همکارانو داسې ناڅاپي بریدونه (داخلي حملې) د هغو هیوادو په ولسونو کې چې افغانستان ته یې عسکر استولي، د افغانستان د جګړې ملاتړ کمولای شي.

تیر کال د دې حملو د زیاتیدو له امله ، ناټو تړون لنډه موده د افغان لوري سره خپل ګډ پوځي عملیات وڅنډول.

د ګارډين په لیکنه ، د ناټو د دې اقدام په خاطر پر بهرنیوځواکونو د داخلي حملو شمیر کم شو خو ځیني عسکرو ویلي چې دې کار د افغانستان د دولس کلنې جګړې د متحدینو ترمنځ واټن زیات کړ .

نیویارک ټایمز په دې اړه لیکلي : سږکال د تیر په پرتله د داخلي حملو د قربانیانو د شمیر کمیدل په داسې حملو کې د پام وړ کموالی څرګندوي.

وال سټریټ جورنال ورځپاڼې هم د افغانستان په اړه مقاله خپره کړې چې د ولسمشر حامد کرزی او د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر جان کري د وروستیو خبرو په اړه ده .

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ د امریکا سره د امنیتي همکاریو د راتلونکي په اړه تر اوږدو مذاکرو وروسته د بري د ادعا وکړه ، ویویل چې ښه توافق ته رسیدلي چې د افغانستان خلکوته به یې وړاندې کړي.

خو وال سټریټ جورنال لیکي، د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه د جمهور ریس کرزي او د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر جان کري ترمنځ اوږدې مذاکرې کوم وروستي توافق ته نه دي رسیدلې.

امریکايي چارواکو ویلي ، دا سند نه یوازې داچې باید د تایید لپاره باید لویې جرګې ته واستول شي ، زیات دقت ، بیا کتنې او د حقوقي پلوه څيړنې ته اړتیا لري.

د وال ستریټ جورنال په لیکنه، دا پوښتنه چې ایا امریکا به د دوه اړخیز امنیتي تړون پر اساس، پر افغانستان د کوم ګاونډي د حملې په صورت کې د دې هیواد دفاع ته متعهده وي که نه هغه مسله ده چې تر اوسه موافقه نه ده پرې شوې .
XS
SM
MD
LG