د افغانستان د سولې عالي شورا د لوی اختر په مناسبت له وسله والو مخالفینو غواړي، چې له جګړې لاس واخلي او سوله وکړي.
ددې شورا چارواکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې همدا راز د جګړې له ټولو خواوو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې دي پوځي عملیات نه کوي.
د افغانستان امنیتي او دفاعي ادارې هم وايي، چې دوی به د اختر په ورځو کې تر هغو پوځي عملیات ونه کړي، تر هغو چې د خلکو امنیت له خطر سره نه وي مخ سوی.
د سولې عالي شورا د اختر په مناسبت یو ځلي بیا پر طالبانو د سولې غږ وکړ او په جګړې کې له ټولو ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې؛ د اختر ورځو په اوږدو کې پوځي عملیات ودروي.
د لوی اختر په مناسبت د افغانستان د سولي د عالي شورا چارواکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا غوښتنه په ځانګړي ډول له وسله والو طالبانو، افغان او بهرنیو ځواکونو وکړه.
ددې شورا ویاند مولوی شهزاده شاهد وايي، چې د خوشحالیو په دغو ورځو کې دي د افغانانو وینه نه تویږي او خوښي یې باید په غم بدله نه سي.
“زموږ غوښتنه د جګړې له ټولو خواوو څخه دا ده، چې د افغانانو د خوښۍ دا ورځي په ویر او ماتم بدلي نه کړي، په دې ورځو کې باید له یوې خوا څخه هم یو افغان ونه وژل سي، دا زموږ جدي غوښتنه ده.
خدای دي وکړي، چې ټول دې ته پام وکړي او په دې ورځو کې له عملیاتو، جګړې، چاودنو، ځانمرګو بریدونو، هوايي حملو او هر ډول عملیاتو څخه لاس واخلي.”
د سولي عالي شورا پر وسله والو مخالفینو دا ږغ هم وکړ، چې له جګړې څخه پر شا سي او د سولي له بهیر سره یو ځای سي.
خو دا لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې مخکې هم افغان ولسمشر حامد کرزي او دې شورا په وار وار دا غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما هم د لوی اختر په مناسبت هیله کړې، چې دا ورځي به پر افغانانو په خوښۍ او سوله کې تیري سي.
خو د وسله والو طالبانو مشر ملا محمد عمر بیا د لوی اختر په خاطر په خپل پیغام کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت یرغل بللی او د وسله والې مبارزې پر دوام یې ټینګار کړی دی.
همدارنګه نوموړي په دې پیغام کې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون د لاسلیکولو او هم د ولسمشرۍ د راتلوونکو انتخاباتو مخالفت کړی.
د تیر لوی اختر په لومړی ورځ د فاریاب د مرکز میمنې ښار په عیدګاه جومات کې په یوه ځان وژونکې حمله کې 40 کسان وژل سوي وه او 52 نور ټپیان وه.
خو دا یوازي د تیر کال اختر نه وو بلکې تر دې مخکني اخترونو کې هم خلک ددغه ډول خونړیو پیښو شاهدان وه.
د سولي عالي شورا دا غوښتنه، چې افغان او بهرني ځواکونه دي د اختر په ورځو کې پوځي عملیات نه کوي، د دفاع له وزارت سره شریکه کړه.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان ځواکونه به بېله ضرورته هیڅ وخت عملیات ونه کړي.
ښاغلی وزیري وایي، د خلکو امنیت ساتل یې هم لوی مجبوریت او مسئولیت دی.
“د ملي اردو ټول جزتامونه په ټولو ولایتونو او سیمه کې هیڅ داسي عمل نه کوي، چې د ولس د زورولو سبب وګرځي.
که اختر وي او یا له اختره وروسته، په هغو سیمو کې چې امنیت دی او امنیتي ګواښونه نسته، دفاع وزارت هلته عملیات نه کوي او دا حق ځان ته نه ورکوي.”
د افغان ولس غوښتنه هم دا ده، چې په دې هیواد کې د جګړې ټولو خواي دي یوازي د دې لوی اختر په خاطر اوربند نه کوي، بلکې د تل لپاره دي له جګړې لاس واخلي.
سږنی اختر هم په داسې حال کې رارسیږي چې د افغانستان په یو شمیر سیمو کې جګړه دوام لري او خلکو ته د سر او مال زیانونه رسیږي.
د چارو څېړونکې هم په افغانستان کې د ثبات او امن د ټینګښت یوازینۍ لار د سولې خبرې بولي، خو په دې وروستیو کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې هڅې بیرته ټکنۍ شوي دي.
معصوم میوند- کابل