د پکتيا په مرکز ګردېز ملکي روغتون کې يو کس چې د روغتون په عاجله خونه کې د تداوي په موخه پروت وو؛ ځانمرګی بريد کړی او چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د پکتيا امنيتي چارواکو په خبره دغه کس چې د روغتون په عاجل خونه کې يې ځانمرګی بريد کړی دی؛ نن سهار وختي ګردېز ښار ته د ختيځ لوري څخه د راننوتو په حال کې و؛ په لاره کې پسې چاودنه شوې وه او يوه پښه او لاس يې په کې ژوبل شوي وو.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي؛ پوليسو د انساني خواخوږۍ او همدردۍ له مخې د مرستې په موخه روغتون ته راوړی وو، چې دلته يې په عاجل خونه کې ځانته انفجار ورکړی.
نوموړی وايي ځانمرګی بريدګر يوه جعلي تذکره لري؛ چې د ننګرهار په بهسودو کې جوړه شوې، خو اصلاً دی داسې نه ښکاري چې، دی د هغه ولايت وي، د ده په خبره دغه ځانمرګی بريدګر د پولې له هغې بلې غاړې رااوښتی او غوښتل يې نن په ګردېز ښار کې موټر بم ځانمرګی بريد ترسره کړي.
اورياخېل وايي، د دوی د کنټرول او برسي ټيمونه د ځانمرګي بريدګر د موټر خواته ورغلي دي او ګوري چې دغه موټر يا خنثی او يا هم انفجار کړي.
د ګردېز ملکي روغتون سرطبيب ډاکتر حياګل پکتين د ځانمرګي بريدګر په اړه وايي چې؛ دی د پوليسو له لوري په ټپي حالت کې روغتون ته وروړل شوی وو.
نوموړی وايي چې، دوی د ځانمرګي بريدګر د زخمونو په تداوي لګيا وو چې؛ له دوی څخه يې د اوبو پرلپسې غوښتنې کولې؛ خو چې دوی يې د نه ورکړې خبرې کړې وې؛ هغه په خپلو جيبونو کې ګوتې وهلې او دوی ترې په تېښته شوي او په عاجل خونه کې انفجار شوی و.
دا ځانمرګی بريد په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې په عاجل خونه کې نه نور ورځني ناروغان وو او نه هم د ډاکټرانو له جملې هلته د بريد پرمهال څوک موجود وو، خو ځينو ډاکټرانو چې نه يې غوښتل غږ او نوم يې خپور شي رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ځانمرګي بريدګر ترې په بار، بار غوښتنه کړې چې ډاکټران دې دی پرېږدي او ترې ودې وځي.