د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۴

حامد کرزی او جان کري پرامنیتي موافقې قسماً سلا شوي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په خپل منځ کې د دوه ورځنیو خبرو په پای کې وویل چې پر امنیتي موافقې قسماً سلا شوي دي.

دواړو له اوږدو خبرو وروسته تېره شپه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ په ډېرو مسایلو موافقې ته رسېدلي خو لا هم ځیني اختلافي مسایل شته.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل، د اختلاف ټکی دا دی چې له ۲۰۱۴ وروسته، چې بهري پوځیان له افغانستانه ووځي، پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان به د افغانستان د قوانینو په وړاندې مصونیت ولري او که ونه لري.

د ده په وینا واشنګټن د خپلو پوځیانو د مصونیت غوښتونکی دی خو کابل ورسره مخالفت کوي.

کرزي وویل د دې مسلې په اړه پرېکړه د د ده د حکومت له صلاحیته پورته ده ځکه یې لویې جرګې او ملي شورا ته وړاندې کوي چې پرې پرېکړه وکړي.

خو جان کري په ځواب کې وویل، د لویې جرګې او د افغانستان د ملي شورا هرې پرېکړې ته به درناوی وشي مګر که د امریکايي پوځیانو د مصونیت مسله حل نه شوه، موافقه به فسخه شي.
XS
SM
MD
LG