د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۴

په کابل هوايي ډګر کې د کرکټ ملي ټیم تود هرکلی


د افغانستان د کرکټ ملي ډلې په متحده عربي اماراتو کې د کینیا ډلې ته په ماته ورکولو سره د 2015 کال نړیوالو لوبو ته لاره پیدا کړه.

د کرکټ د ملي ډلې د هرکلي لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د حکومت د کابینې او ملي شورا د دواړو جرګو یو شمېر غړو او زرګونه عام خلک راوتلي وه.

د کابل نړیوال هوايي ډګر د شنبې په ورځ ناوخته په همدې خاطر د ملي اټنونو او نورو خوشحالیو شاهد وو.

د کرکټ د ملي ډلې کیپټان محمد نبي عیسی خیل خپلي وروستۍ بریاوي د افغانستان لپاره ځانګړي لاسته راوړنې وبللې.

"تر اوسه مو ډېرې لاسته راوړنې درلودې، خو دا لاسته راوړنه ډېره ممه ځکه وه، چې افغانستان وکړای شول د پنځوس اوره نړېوال جام ته لار پیدا کړي."

افغان ولسمشرۍ حامد کرزي د کرکټ د ملي ډلې د وروستیو بریاوو ستاینه کړې او امر یې کړی و، چې د دې ډلې د هرکلي لپاره ځانګړي تدابیر ونیول شي.

د کرکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کینیا لوبډلې ته په یوه شل اوریزه لوبه، دوو یوه ورځنیو لوبو او په یوه څلور ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه، خو له کینیا څخه یې په اخیرنۍ شل اوریزه لوبه کې ماته وخوړه.

ټاکل شوې، د افغانستان د کرکټ ملي ډله د ۲۰۱۵ کال د ۵۰ اوریزو سیالیو په نړیوال جام کې، چې په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې کیږي، ګډون وکړي.

خو افغان دلي یوازي نړیوال جام ته لاره پیدا نه کړه، بلکې تر هغه مخکې هم څو نړیوالي لوبې کوي، چې په نړیوالو ټلویزیونونو کې به په ژوندۍ بڼه خپریږي.

د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې هم د شنبې په شپه د کرکټ د ملي ډلې لپاره د موسیقۍ او خوښیو پروګرامونه جوړ شوي وو، چې حکومتي چارواکو، د سیاسي ګوندونو ځینو مشرانو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

عام خلک د کرکټ د ملي ډلې د اتلولیو ستاینه کوي، خو له دوی څخه بیا هم هیله کوي، چې په نړیوال جام کې هم افغانستان ته لویي بریاوي راوړي.

د کرکټ د لوبو کتونکې او څېړونکی په دې باور دي، چې که د کرکټ ملي ډلې ته ډیر پام وسي، نو دا امکان هم سته، چې افغان ډله په نړیوال جام کې ښه مقام خپل کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي ډلې په څو لنډو کلونو کې خورا ډیري بریاوي افغانستان ته راوړي او په پرله پسې لوبو کې یې د نړۍ ډیرو پیژندل سوو ډلو ته ماته ورکړې ده.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG