د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې؛ په دې هېواد کې سل په سلو کې د ازادو او شفافو انتخاباتو ترسره کیدل ناممکن دي.
خو دوي وايي هڅه کوي داسې انتخابات ترسره کړي چې په هېواد کې ټولو لوریو ته د قناعت وړ وي.
د دې کمیسون مرستیال د پنجشنبې په ورځ کابل کې د ګوندونو یوې غونډې ته وویل چې ناامني لا هم د انتخاباتو د ترسره کیدو په وړاندې یوه لویه ستونزه ده.
که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمسیون د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره د پوره پوره هڅو ډاډ ورکوي، خو وايي د افغانستان په شان په یوه جنګ ځپلي او وروسته پاتې هېواد کې د سل فیصده شفافو انتخاباتو ترسره کیدل ناممکن دي.
د دې کمیسیون مرستیال عبدالرحمن هوتکي وايي چې؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسون په تیرو انتخاباتو کې ستونزو ته په کتو هڅه کوي په راتلونکو انتخاباتو کې د تقلب مخه ونیسي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د استازیو په یوه غونډه کې په دې اړه وویل:
"سل په سلو کې د ښو، آزاده او شفافو انتخاباتو ترسره کیدل ناممکنه دي.
په یو پرمختللي هیواد کې هم سل په سلو کې شفاف انتخابات نشي ترسره کیدې خو مونږ ټول به په ګډه هڅه وکړو څو د داسې انتخاباتو ترسره کیدو ته زمینه مساعده کړو چې د ټولو خلکو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو لپاره د منلو وړ وي."
هوتکي په یاده غونډه کې چې د انتخاباتو د قانون په اړه پکې بحثونه وشول، د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو رول مهم وباله.
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولسي جرګې په تیرو انتخاباتو کې د پراخو درغلو د ادعاوو له امله ځینې ستونزې رامنځ ته شوې.
نږدې و چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دویم دور شوی وای او د یوې اختصاصي محکمې له خوا د درغلیو د ادعاوو له څیړلو وروسته د ولسي جرګې د انتخاباتو په نتایجو کې بدلون راغی.
په ورته وخت کې د سیاسي ګوندونو یو شمیر استازیو چې د پنجشنبې ورځې په غونډه کې یې ګډون کړې وو د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون نه وغوښتل چې د شفافو انتخاباتو په اړه د خپلو ژمنو په اړه عملي ګامونه هم واخلي.
د ملي ایتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا وویل:
"موږ په جدي توګه شفاف، ازاد، عادلانه او بې پلوه انتخاباتو غواړو، پرته له دې نه بل هیڅ اصل نه منو.
هیله مند یو چې د انتخاباتو خپلواک کمیسون یواځې په خبرو کې نه بلکې په عمل کې هم خپله آزادي او بې طرفي وښيي."
راتلونکې انتخابات لومړني هغه دي چې ټولې چارې به یې خپله افغانان پر مخ یو سي.
نړیواله ټولنه هم دغو انتخاباتو ته څیره ده تر څو وګوري چې افغانان کولای شي ، کامیابه انتخابات ترسره کړي او که څنګه.
راپور: جمیله ظریف