د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۳۲

د سخاروف په نوم جایزه ملالې یوسفزۍ ته ورکړل شوه


د اروپا پارلمان نن د فکر د ازادۍ جایزه(سخاروف) په پاکستان کې د نجونو د تعلیم مبارزې ملالې یوسفزۍ ته ورکړه.

د سخاروف په نوم دا معتبره جایزه له ۱۹۸۸ کال راهیسې د روسيي ساینس پوه اندرۍ سخاروف په ویاړ هغو افرادو او سازمانونو ته چې د بشري ازادیو لپاره یې مبارزه کړې وي، ورکول کېږي.

د سخاروف جایزه تر دې مخکې په جنوبي افریقا کې د ازادۍ مبارز نلسن مندیلا، په میانمار کې د بشري حقونو مدافع اونګ سان سوچي او د ملګرو ملتو پخواني عمومي منشي کوفي عنان ته هم ورکړل شوې ده.

د سخاروف جایزه لږ تر لږه ۶۵ زره ډالره مادي ارزښت لري او د بشري حقونو په برخه کې د اروپايي اتحادیې د تر ټولو معتبرو جایزو ګڼل کېږي.

ملاله یوسفزۍ د نوبل د سولې جایزې ته هم کاندید شوې ده.

ټاکل شوې چې د سولې لپاره د نوبل نړېواله جایزه سبا اعلان شي.

ملاله شپاړلس کلنه ده او په خپله سیمه سوات کې د نجونو د تعلیم او د ښځو د ازادۍ لپاره د خپلې مبارزې په اړه ازادي راډیو ته وايي:

طالبان د نجونو تعلیم نه غواړي او زه بې شکه د دې خلاف یم چې د نجونو د تعلیم مخنیوی وشي. زه غواړم چې هره ماشومه ښوونځي ته ولاړه شي. دا د هغوي حق دی چې خپل فکر څرګند کړي.

ملالې یوسفزۍ د نجونو د تعلیم اود ښځو د حقونو لپاره خپله مبارزه د لنډو یاداشتونو په لیکلو پیل کړه.

دا تیرکال ښوونځي ته په لاره کې د وسله والو طالبانو له خوا په سر وویشتل شوه چې نړیوال شهرت یې ورکړ.

ملاله یوسفزۍ اوس په نړۍ کې دښځو د تعلیم لپاره د مبارزې د سمبول په توګه پيژندل کېږي.
XS
SM
MD
LG