د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د انتخاباتو کمیسیون د ولسي جرګې اوه نوي غړي معرفي کړل


د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې اوه نوي غړي معرفي کړل،دا کسان د هغو وکیلانو پر ځای معرفي شوي چې؛ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې د کاندید او یا د کاندید د مرستیال په توګه د ټاکل کیدو له امله استعفاوې کړي دي.

بل خوا د انتخاباتو کمیسیون وايي چې؛ د احتمالي کاندیدانو او مرستیالانو لست یې د بهرنیو چارو وزارت ته لیږلی ترڅو په دې اړه تحقیق وکړي چې څوک خو به په کې دوه تابعیته ونه لري.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید باید یوازې افغاني تابعیت ولري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د اوو مستعفي شویو وکیلانو پرځای د رایې د شمېر د زیاتوالي له مخې نوې وکیلان د چهارشنبې په ورځ رسماً ولسي جرګې ته ور معرفي کیږي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادي راډیو ته وویل، دا کار د افغانستان د انتخاباتي میکانیزم له مخې کیږي.

په دې وروستیو کې د ولسي جرګې اوو غړو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید یا یې د مرستیال په توګه ځانونه معرفي کړي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې څوک چې ځان جمهوري ریاست ته کاندیدوي باید له دولتي پوست څخه استعفا وکړي.

عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق، سید حسین عالم بلخي، ابراهیم قاسمي، سید حسین انوري، سید اسحق ګیلاني، شاه عبدالاحد افضلي هغه کسان وو، چې استعفاوې یې کړي.

د دوی پر ځای زمری پادخوابي، احسان صاحبزاده، قدرت الله سهاک، حاجي مهدوي، عبدالقادر ځاځی، ، عبدالولي نیازي او عبدالقدیر ولسي جرګې ته ور پيژندل کیږي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو په سیالیو کې د ګډون لپاره د پنځو وزیرانو په ګډون دیارلسو حکومتي چارواکو هم استعفاوې کړي، چې جمهوري ریاست وايي، ژر به یې پر ځای نور کسان وټاکل شي.

بل خوا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د اوه ویشتو احتمالي کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو لست د بهرنیو چارو وزارت ته لیږلي چې وګوري کوم یو خو به یې دوه تابعته نه وي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د جمهوري ریاست کاندید او یا یې هم مرستیالان باید یوازې افغاني تابعیت ولري.

دالست په داسې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل کیږي، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ویلي چې ددې احتمالي کاندیدانو په اړه به شکایتونه ارزیابي کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي لمریز کال د حمل په شپاړسمه نیټه کیږي.
XS
SM
MD
LG