د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۰

ملي عوامي ګوند وايي، د افغانستان په خلاف د پاکستان بهرنۍ پاليسي نه مني


په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په جوړه شوه غونډه کې د دې ګوند مشرانو ادعا کړې چې پاکستان اوس هم په افغانستان کې لاسوهنه کوي، وايي دوى د پاکستان دا ډول بهرنۍ پاليسي نه مني، چې د افغانستان دوښمنان به خپل دوستان ګڼي.

د پښتونخوا ګوند مشرانو دا هم ويلي چې په پاکستان کې استخباراتي ادارې او پوځ نه غواړي، له وسلوالو طالبانو سره مذاکرات بريالي شي.

د دوشنبې په ورځ په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا په ١٩٨٣م او ١٩٩١م کال کې د دې ګوند د شهيدانو په ياد غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د دې ګوند مشرانو وويل، اوس چې دوى په ايالتي حکومت کې شامل دي، د ولس خدمت به کوي او نه به خپلو وزيرانو او نه به په ايتلاف کې د شاملو ګوندونو وزيرانو ته د رشوت او اداري فساد اجازه ورکړي. د دې ګوند مشر پخوانى سناتور رضا محمد رضا وايي:

«زموږ حکومت به خپل واک په عمل کې ثابتوي، چې موږ تر نورو خلکو د ښه حکومت کولو صلاحيت لرو او موږ پر هغه لاره روان يو چې زموږ د ولس ارمانونه دي. که څه هم څه ځنډ راغى، په اتحاديانو کې د يوې نه بلې وجې له امله داسې کېږي، خو اوس دا ټولې خبرې پاى ته رسېدلې دي، اوس موږ هم مسووليت لرو، چې که اتحاديان مو لاره راسره نه وړي، موږ لاره ورسره وړو، چې حکومت جوړ کړو»

د پښتونخوا ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ وويل حکومت يې غواړي چې د بلوچستان ټولې امنيتي او تعليمي ستونځې حل کړي، خو وايي ملېشه ځواکونه او استخباراتي ادارې يې په حکومتي چارو کې لاسوهنه کوي.

عثمان کاکړ وويل چې؛ د پاکستان ستره محکمه په سيند او پنجاب کې ازاده ده، خو په بلوچستان، خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې يې د ترهګرۍ پر پېښو خوله پټه کړې ده:

«نن په ټول پاکستان کې عدليه ازاده ده، خو په جنوبي پښتونخوا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په خلاف ازاده نه ده، موږ [افتخارمحمد] چوهدري ته وايو چې ستا پرېکړې دورنګه دي، نن په خيبرپښتونخوا او منځنۍ پښتونخوا [قبايلي سيمو] کې د ترهګرو او بهرنيو قوتونو له خوا بېل حکومت جوړ شوى دى، خو عدليه ورباندې پټه خوله ده، عدليه زموږ د قوم، وطن، حق او زموږ د واک په خلاف استعمالېږي»

په پاکستان کې د حکومت له خوا د ترهګرۍ ځپلو او د امنيت د ټينګښت په اړه ټول ګوندي کنفرانس او له وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو يا د هغوى په خلاف پوځي عملياتو ته په پام سره عثمان کاکړ وويل چې وسلوال طالبان پخپله هيڅ صلاحيت نه لري، خو هغوى چې دومره زورور دي د پاکستان د استخباراتي ادارو ملاتړ ورسره دى:

«نه دا پوځي عمليات او نه مذاکرات بريالي کېداى شي، د دې هيڅ تمه او هيله مه کوئ، چې جي ايچ کيو [د پوځ مرکزي دفتر] او استخباراتي ادارې د دغو ترهګرو ملاتړ پرېږدي، بې مذاکراتو او بې عملياتو دا خبره حل کېداى شي.

نن چې په افغانستان کې څومره امن دى، زموږ د بدچلنه واکمنو او استخباراتي ادارو له امله د هغه شلمه برخه امنيت هم په پاکستان کې نه شته»


عثمان خان وويل، پر پاکستان باندې په نړۍ کې د تر ټولو ناامنه، بې باوره او د ترهګرو د پالونکي هېواد تورونه لګېږي، نور بايد په پرديو کورونه کې لاسوهنه ونه کړي.

ده وويل، د پاکستان بهرنۍ پاليسي بايد د دې هېواد د ټولو قومونو او د ولس د استازو ګوندونو په سلا مشوره جوړه شي. وايي دوى به د پاکستان د دا ډول بهرنۍ پاليسي ملاتړ ونه کړي، چې د افغانستان په خلاف وي:

«په بهرنۍ او کورنۍ پاليسي کې به د پښتانه وعدې، ښکاره ونډه، سلا او خوښه شامله وي، زموږ پښتونخوا ملي عوامي ګوند هيڅکله د لاهوريانو او د اسلام اباد د واکمنو دا بهرنۍ پاليسي نه منلې ده او نه يې مني، چې دوى به وايي:

دا زموږ دوست دى، موږ به وايو دا زموږ دوست دى، دوى به وايي: دا زموږ دوښمن دى، موږ به وايو دا زموږ دوښمن دى، نه، په بهرني سياست کې به هغه څوک زموږ دوست وي، چې په ګران افغانستان کې نور ثبات او سوله غواړي او له پښتونخوا وطنه ترهګري او د ترهګرو اډې ختمول غواړي»


د يادونې وړ ده چې؛ د پاکستان تېر حکومت په اساسي قانون کې د اتلسمې مادې تر بدلون وروسته د دې هېواد ايالتونونو ته ډېر واک ورکړ، چې په هغوى کې پر خپلو وسايلو واک او په مورنيو ژبو د زدکړو د پيلولو واک هم شامل دى.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي ډېر ژر به په ايالت کې په مورنيو ژبو زدکړه پيل کړي، خو وايي د وسايلو پر سر له بلوڅو سره برابر شراکت او ونډه غواړي.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG