د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

واشنګټن هیله من دی چې؛ امینتي سند به ژر لاسلیک شي


امریکايي چارواکي وايي، د ولسمشر بارک اوباما اداره لا هم هیله منه ده چې؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون په اړه موافقه به په راتلونکو څو اونیو کې ترلاسه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماري هرف Marie Harf پرون وویل چې؛ دواړو اړخونو په خبرو کې پرمختګ کړی:

"له افغانستان سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې د لاسلیک لپاره ګډ کار روان دی. موږ په دې باور یو چې په دې اړه ژرترژره موافقه په ګڼو دلایلو مهمه ده. یو دلیل دا دی چې د امریکا او ناټو پلانونه باید پرمخ ولاړ شي.

د افغان ځواکونو په وړتیا کې هم ښه پرمختګ شوی، خو افغانستان د نړیوالو مرستې ته اړ دی چې خپل ځواکونه جوړ کړي څو د هېواد او وګړو ساتنه وکړي."


د امریکايي چارواکو له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پرون افغان ولسمشر په خپله یوه وینا کې د امریکا او ناټو پر ځواکونو انتقاد وکړ او ویې ویل چې دوی د افغانستان ملي حاکمیت په پرله پسې ډول تر پښو لاندې کړی دی.
د کابل او واشنګټن د امنیتي موافقې په اړه خبرې اترې له نژدې یوه کال راهیسې بې نتیجې پاتې شوي او د څارونکو په نظر دا ناممکنه نه ده چې داسې یو توافق ښايي هېڅکله ترلاسه نشي.

امریکا غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته د القاعده شبکې د ځپلو لپاره په افغانستان کې خپل شاوخوا لس زره پوځیان وساتي خو که چېرته د دواړو هېوادونو ترمینځ امنیتي تړون لاسلیک نشي نو د ۲۰۱۴ کال تر پایه ټول امریکايي سرتېري باید له دې هېواده ووځي.

د ولسمشر اوباما د ادارې یو مقام چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې له اسوشېتېدپریس آژانس سره خبرې کړي وايي، د دې موافقې په سلو کې تقریبا پنځه نوي بشپړه شوې خو پاتې په سلو کې پنځه یې د سند پر ادبیاتو د دواړو اړخونو توافق ته انتظار باسي.

په دې اړه د دواړو اړخونو استازو پرون هم په خپلو خبرو کې پر دوو مهمو لانجمنو مسئلو تمرکز وکړ، چې یوه یې له بهره د تېري په وړاندې د امریکا له خوا د افغانستان دفاع ده او بله یې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د تروریزم پرضد امریکايي ځواکونو د عملیاتو څرنګوالی.

ولسمشر کرزي پرون وویل، امریکا او د ناټو متحدان یې حتی د دوه اړخیز امنیتي تړون له لاسلیک وروسته هم د افغانستان پر خلکو او کلیو د بریدونو لپاره د خپلسرو عملیاتو غوښتنه کوي، خو ده زیاته کړه چې افغانان به دا اجازه ورنکړي. ده زیاته کړه چې بهرني ځواکونه د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونو او د افغانانو پرضد هوايي بریدونو او نورو حملو ته دوام ورکوي.

کرزي په ډاګه کړه چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه پرېکړه به په لویه جرګه کې وشي.

امریکايي مقام چې مخکې یې یادونه وشوه وايي چې امریکا یوازې د افغان لوري ځینو غوښتنو ته ځواب ویلای شي. د مثال په توګه د افغان حکومت یوه غوښتنه دا ده چې په تړون کې دې د مالي مرستو هغه اندازه چې واشنګټن یې له افغان حکومت سره کوي ولیکل شي.

اسوشیتید پریس اژانس لیکي، ولسمشر اوباما که څه هم له افغانستان سره د مالي مرستې غوښتنه کولای شي خو کانګرس ته نشي ویلای چې له افغانستان سره مالي مرسته وکړي، ځکه د دې مقام په وینا د افغانستان او امریکا ترمینځ هرراز موافقه به یوازې یوه موافقه وي نه یو تړون چې کانګرس یې باید تصویب کړي.

امنیتي موافقه په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي پوځیانو پاتې کېدل قانوني کوي خو که دا سند لاسلیک نشي نو ښايي ناټو او د امریکا نور متحد هېوادونه ونه غواړي چې خپل ځواکونه په افغانستان کې وساتي. جرمني لادمخه ویلي چې که له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نشي نو هغه اته سوه سرتېري به په افغانستان کې پرې نه ږدي چې مخکې یې ژمنه کړې وه.

ښاغلي اوباما د جمعې په ورځ له اسوشیتیدپریس خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان د کړکېچ د حل تروخته په دې هېواد کې د یوشمېر امریکايي پوځیانو د ساتنې په اړه غور کوي خو ده اعتراف وکړ چې د دې کار لپاره د امنیتي تړون لاسلیکول شرط دی.

اوباما وویل که امنیتي تړون لاسلیک نشي نو له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو په اېستلو کې هم دی کومه ستونزه نلري.
XS
SM
MD
LG