د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

"د ولسمشر په توګه د سیاف بریالیتوب به له فلاکته ډکې پایلې ولري"


وال سټریټ ژورنال د افغانستان په اړه په مقاله کې لیکي؛ په افغانستان کې یوه پخواني جنګ سالار چې د القاعده شبکې ځیني رهبران یې دې هېواد ته را بللي وو؛ خپل نوم د کاندیدانو په لست کې ثبت کړ.

ورځپاڼه لیکي، د ولسي جرګې غړی عبدالرب رسول سیاف په افغانستان د ډېرو محافظه کارو اسلامي رهبرانو څخه ګڼل کیږي او په اړه یې زیاتې پوښتنې شته.

خو د ورځپاڼې په وینا، سیاف د جمهوري ریاست یو مهم کاندید دی؛ ځکه د جهادي مشر په توګه د هغه سابقې، په خلکو کې د هغه د کاندیدۍ موقف لوړ کړی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، عبدالرب رسول سیاف د کاندیدۍ لپاره دا شعار چې پورته کړی چې؛ د افغانانو څيرې به د خاورو څخه پاکې او د یتیمیانو اوښکې به وچې کړي. هغه ټينګار کړی چې، افغانان تر بل هر شي ملي وحدت ته زیاته اړتیا لري.

وال سټریټ ژورنال د امریکا د دفاع د وزارت د یوه سلاکار او د امریکا په جورج ټون پوهنتون کې د استاد سټیفن بیدل په حواله خبرداری ورکوي چې؛ د جمهور رییس په توګه د سیاف بریالیتوب به د دې هیواد لپاره د فلاکت څخه ډکې پایلې ولري.

د دې څيړونکي په وینا، د ښاغلي سیاف د بریالیتوب په صورت کې ښايي له افغانستان سره د امریکا ډیرې مرستې قطع شي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د سیمې په افراطي ډلو کې د عبدالرب رسول سیاف شهرت ته په اشاره لیکي؛ چې حتی په فلېیپین کې د سخت دریځو ډلې د هغه نوم پر ځان ایښی ځکه د "ابو سیاف" په ډله مشهوره شوې ده.

ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې هم د عبدالرب رسول سیاف د کاندیدۍ پر څرنګوالي لیکنه کړې ده.

ډیلي ټیلګراف وايي، ښاغلي سیاف په افغانستان کې د نوي یمې لسیزې په کورنۍ جګړه کې لاس درلود او دا القاعده شبکې په ګډون یې د سیمې د افراطي دلو سره ارتباط څرګند و؛ خو د سپټمبرد یوولسمې تر حملې وروسته یې د طالبانو په وړاندې په جګړه کې د امریکا ملاتړ وکړ.

د ورځپاڼې په لیکنه، سیاف په تیره څه باندې یوه لسیزه کې د ولسي جرګې په چوکۍ کې ځان د خلکو له نظره غلی کړی و؛ خو د پردې شاته يې د جمهور رییس حامد کرزي سره ټينګ روابط درلودل.

ورځپاڼه زیاتوي، ښايي ښاغلی سیاف په ټاکنو کې پياوړی څرګند شي؛ خو د ښځود حقونو مدافع ډلې، د بشري حقونو سازمانونه او غربي ډيپلوماتیکې کړۍ د هغه د افراطي نظریاتو په اړه ریښتینې اندیښنه لري.

ډيلي ټیلګراف وايي، په افغانستان کې ځینې نورې روښانه څيرې شته لکه عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزی او یا هم د ولسمشر کرزي ورور قیوم کرزی.
XS
SM
MD
LG