د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

پاکستاني طالبان: د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د بندیدو په صورت کې له حکومت سره خبرو ته کینو


د پاکستاني وسله والو طالبانو وياند شاهد الله شاهد وايي، ترڅو پورې چې پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بند نه شي، له حکومت سره به خبرو ته کېنني.

نوموړي له يوې بهرنۍ خبري ادارې اى. ايف. پي سره په خبرو کې ويلي، چې د پاکستان نوى حکومت دې پر امريکا زور راوړي، ترڅو پر قبايلي سيمو د بې پيلوټۀ الوتکو بريدونه ودروي.

راپور د شاهدالله شاهد په حواله ليکي، چې دوى به تر هغې له حکومت سره خبرو اترو ته کښېنني، ترڅو چې د پاکستان حکومت له قبايلي سيمو څخه د پوځ په وتلو سربېره د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه هم بند نه کړي.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان د پاکستاني وسله والو طالبانو د وياند د وروستيو څرګندونو په اړه وايي، چې که چېرې د پاکستان حکومت پر قبايلي سيمه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه بندول غواړي، نو له دغې سيمې څخه دې بهرني ترهګر وباسي.

د سياسي او قبايلي چارو کارپوه پير عبدالله له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

"خبره دا ده، چې که چېرته پر قبايلي سيمو ډرون بريدونه بندېږي، نو له هغې سره دا هم لازمي ده چې په قبايلي سيمه کې څومره غېر ملکي ترهګر دي، هغوى هم وېستل پکار دي، دا دواړه سره تړلي خبرې دي.

خلک صرف دا وايي چې پر قبايلي سيمو دې ډرون حملې بندې شي، دا ورسره نه نه وايي، چې هلته کوم غېر ملکي عناصر راغلي دي او افغانستان او پاکستان کې يې تباهي شروع کړې ده، دا خلک هم لرې کړئ. دا څوک نه وايي. که څوک د ډرون حملو د بندولو خبره کوي، نو دا دې ورسره هم وکړي چې له دغې سيمې څخه دې د پاکستان حکومت غېر ملکي ترهګر وباسي."

که له يوې خوا د پاکستان حکومت او ددغه هېواد يو شمېر سياسي او مذهبي ګوندونو د سپتمبر په ٩مه نېټه د يو ټول ګونديز کنفرانس په ترڅ له وسله والو پاکستاني طالبانو سره خبرو اترو ته لومړيتوب ورکړى، نو له بلې خوا وسله والو طالبانو له حکومت سره خبرې اترې له قبايلي سيمو څخه د پوځ په وېستلو او د خپلو بنديانو په خوشې کولو مشروط کړي وو.

دا لومړى ځل دى چې پاکستاني طالبانو ددغه هېواد له حکومت سره د خبرو اترو د پيل لپاره پر قبايلي سيمو د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بندولو شرط هم رامخته کړى دى.

خو د سياسي چاروکارپوهان بيا وايي ، چې د پاکستان په ځانګړې توګه د خيبر پښتونخوا تر وروستيو خونړيو بريدونو وروسته داسې برېښي، چې ښايي د پاکستان د حکومت او د وسله والو خبرې اترې وځنډېږي او يا هم دا پروسه له منځه لاړه شي.

ياده دې وي، چې د خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې په يوه اوونۍ کې دريو پرله پسې خونړيو چاودنو لږ تر لږه ١٥٠ کسان وژلي او تر ٢٥٠ زيات ټپيان کړي وو.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG