د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

بلوڅ وسلوال له زلزله ځپليو سره د مرستو مخه نيسي


په بلوچستان کې د زلزلو له امله د مړيو شمېر تر څلورو سوو اوښتى او شاوخوا زر تنه ټپيان دي. د بلوچستان د ايالتي حکومت او ځينې بهرنيو هېوادونو ګڼ شمېر مرستې زلزله ځپليو سيمو ته ور رسېدلې دي، خو حکومتي چارواکي وايي چې په سيمه کې د وسلوالو د بريدونو د احتمالي خطر له امله د مرستو په وېشلو کې خنډ رامنځته شوى، خو وسلوال بيا وايي چې ملېشه ځواکونه به پر زلزله ځپليو د مرستې وېشلو ته پرې نه ږدي.

د ايران پولې ته نژدې د بلوچستان په کېچ، اواران او ماشکې سيمو کې د راغلې زلزلې يوه اوونۍ پوره شوه، خو لا هم داسې سيمې شته چې خلک يې وايي نه د بلوچستان ايالتي حکومت، نه پوځ او نه يې بهرنۍ مرستندويې ادارې مرستې ته ورغلې دي، خو حکومتي چارواکي دا خبره ردوي او وايي پر خلکو باندې مرستې وېشل کېږي، خو په هغو سيمو کې- چې امنيتي خطر زيات دى- خلکو ته د مرستو په رسولو کې خنډ او ځنډ رامنځته شوى دى. د بلوچستان د اعلى وزير وياند جان محمد بلېدي په دې اړه وايي:

«تر اوسه ٢٢٠ ټرکونه له درملو، خوراکي شيانو، خېمو او نورو اړتيا وړ شيانو ډک زلزله ځپليو سيمو رسېدلي دي، اعلى وزير مو له تېرو پينځو ورځې هملته په سيمه کې موجود دى، چې پخپله د مرستندويو کارونو څارنه کوي او د مرستو د وېشلو لپاره يې د سيمې د مشرانو کومېټې جوړې کړې دي»

خو وسلوال بلوڅان بيا حکومتي ادعاوې ردوي او وايي چې پاکستاني ځواکونو پر دوى باندې ډزې کړې، ځکه نو دوى ورباندې ځوابي بريد کړى دى. د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو د يوه سازمان بلوچ قومي غورځنګ وياند ډاکټر منان بلوڅ ادعا کوي چې له زلزله ځپليو سره د مرستې په مخ کې دوى نه، بلکې پخپله ملېشه ځواکونو خنډ پېښ کړى دى:

«د ځينو تنظيمونو او د بلوڅانو له خوا چې ماشکې سيمې ته د مرستو کوم سامانونه راځي، په اواران کې د ملېشه ځواکونو په کېمپ کې ځنې ګرځول کېږي او کوم سامان چې له خضدار يا کوټې څخه راځي، هغه ټرکونه په مشکې کې د ملېشه ځواکونو په کېمپ کې خالي کېږي، په غرنيو سيمو کې چې د مرستې کوم کېمپ لګېدلى او خلکو ته مرستې ځنې ورکول کېږي، هلته د ټرکونو راتګ ته اجازه نه ورکول کېږي او بل طرف ته هوايي او مځکنيو ځواکونو ټوله سيمه محاصره کړې ده»

د خپلواکيو غوښتونکيو بلوڅو سازمان وايي پر زلزله ځپليو باندې دوى مرستې وېشي او هيله من دي چې نړيوالې مرستندويې ادارې به يې هم مرستې ته ورشي، خو ملېشه ځواکونو او پاکستاني پوځ ته اجازه نه ورکوي، چې له زلزله ځپليو سره د مرستې په پلمه سياسي ګټې تر لاسه کړي، خو د بلوچستان اعلى وزير وايي چې امنيتي ځواکونه تش له زلزله ځپليو سره مرستې ته ورغلي دي، نه کوم بل مقصد ته:

«ملېشه ځواکونه د مرستندويو کارونو امنيت ساتي، مرستې نورې امنيتي ادارې وېشي، موږ د سيمې له مشرانو او د مدني ټولنې له استازيو سره هم په تماس کې يو، خو له وسلوالو زموږ هيله او غوښتنه دا ده، چې دا وخت موږ په بدو حالاتو کې يو، موږ بايد د خلکو مرسته وکړو، که هر څوک د زلزله ځپليو مرستې ته راځي بايد هرکلى يې وکړو، لېويز پوليس ختم شول، ښاري پوليس نه شته، وړمه ورځ مو د بلوچستان د سيمه ييزو پوليسو څلور پلټنې د مرستې لپاره را وبللې، نو په دې وخت کې موږ د مرستو د سامانونو د را لېږدولو لپاره ملېشه ځواکونو ته اړ يو»

له قدرتي آفتونو څخه د ژغورنې ايالتي دفتر وايي زلزله ځپليو سيمو ته په ښه ډول د مرستو د رسېدو لپاره يې مرستندوى کارونه په شپږو برخو وېشلي دي، چې حکومتي ادارې، پوځ او ملېشه ځواکونه يې په ګډه کوي، چې وايي هم به پر زلزله ځپليو مرستې وېشي او هم به سر له اوسه د هغوى د کورونو د بيارغونې کار پيلوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د ادارې مشر پرون د پاکستان په راولپينډۍ ښار کې رسنيو ته په مالوماتي غونډه کې وويل شاوخوا دوه زره تنه پوځي سرتېري له زلزله ځپليو سره د مرستو په کار بوخت دي او څورلس پوځي هيلوکوپټر د دغو مرستو لېږدولو ته ور لېږل شوي دي، وايي تر اوسه د وسلوالو له خوا مرستې ته پر ورغليو امنيتي ځواکونو شپږ بريدونه شوي دي، خو کوم زيان يې نه دى اړولى.

د بلوچستان ايالتي حکومت وايي په زلزله ځپليو سيمو کې ټولې درې زره او پينځه سوه کورنۍ- چې د نفوسو شمېر يې يو سل پينځه اتيا زره تنو ته رسېږي- له زلزلې اغېزمنې شوي دي. په بلوچستان کې د تېرې سه شنبې او شنبې د ورځې په دواړو زلزله کې د مړيو شمېر ٣٧٥ تنو ته رسېدلى او ٨١٥ تنه پکې ټپيان شوي دي، خو ځينې غيرحکومتي سرچېنې د مړيو شمېر تر څلورو سوو او د ټپيانو شمېر تر زر تنو زيات يادوي.

راپور: بارکوال مياخېل، کوټه
XS
SM
MD
LG