د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د نورستان سیمه ییز چارواکي د امنیتي وضعیت په اړه اندیښمن دي


د نورستان سیمه ییز چارواکي د دې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه اندیښمن دي.

د دې ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ په نورستان کې د کورنیو چارو وزارت له خوا پيل شوي عملیات هم ورو روان دي.

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت چارواکي دا اندیښنې ردوي او وايي، چې د نورستان امنیتي وضعیت د تیر په پرتله ښه شوی دی.

د نورستان سیمه ییز مسولین وایي، که چېرې افغان حکومت د نورستان ولایت امنیتي وضعیت ته پام ونه کړي اوسیدونکي به یې له جدي ستونزو سره مخ شي.

د دې ولایت د والي ویاند ظاهر بهاند د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د ناامنیو له امله له تیرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د نورستان مواصلاتي لارې تړل شوي دي.

ښاغلي بهاند وایي، چې د دې او ورته نورو ستونزو له امله په دې ولایت کې د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې هم لوړې شوي دي:

"له ۹ ورځو راهیسي په نورستان کې تصفیوی عملیات شروع شوي او تر اوسه ۷ یا ۸ کیلومتر ځآی پاته دی ترڅو عملیات پای ته ورسیږي.

خو اندیښنې موجودې دی چې؛ تر اوسه دا عملیات کومه لاسته راوړنه نه لري دولتي کارکونکې او د نورستان خلک له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی که چیرې دولت دې مسلې ته جدي پاملرنه ونه کړي نو نورستان به له یو لوي بحران سره مخامخ شي."


د ښاغلي بهاند په خبره اوس مهال په نورستان ولایت کې یوازې سیمه يیز پولیس فعالیت لري خو د ملي اردو او عامه نظم پولیسو څرک نه لیدل کیږي.

د نورستان لویه لار له شاوخوا درېيو کلونو څخه را په دې خوا وسله والو طالبانو د ګوسلک په سيمه کې د حکومتي کسانو پر مخ تړلې وه.

خو د کورنيو چارو وزارت د وږې په ۱۲ نیټه د کونړ نورستان د لويې لارې د پرانیستلو په هدف وسله وال عمليات پيل کړل.

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت چارواکي دا ادعاوې ردوي او وایي، چې د دوي هڅه کوي ترڅو د نورستان په نا کرارو سیمو کې امنیت ټینګ کړي.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ اوس مهال ملي او سیمه يیزو پولیسو او د ملي اردو سرتیرو د امنیت د ښه کیدو په خاطر د نورستان ولایت په نا امنه ولسوالیو کې تصفیوي عملیات پیل کړي:

"کوم عملیاتونه چې جریان لری په ځانګړي ډول د نورستان په برګمټال او وایګل ولسوالۍ چې اوس نوي تصفیه شوې او په دې اړه اندیښنې بې ځایه دی ځکه چې موږ ته د نورستان امنیت مهم دی او په ټولیز ډول موږ به له خپلو امکانات څخه استفاده وکړو چې خدای مکړه هلته امینت خراب نه شي او اوس یې امنیت ښه دی."

نورستان له هغو ولایتونو څخه دی چې؛ له پاکستان سره ګډه پوله لري او د دولت مخالفین وخت نا وخت د نورستان لویه لار د خلکو پر مخ تړي.

یو شمېر افغان کارپوهان په نورستان ولایت کې د ناامنیو یو لوي علت له پاکستان سره ګډه پوله بولي او وايي، چې د هغه لوري څخه په اساني سره وسله وال مخالیفن راځي.

دوي د دولت امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کوي چې؛ د هېواد د امنیت د ساتلو په هدف سرحدي ولایتونو ته زیاته پاملرنه وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG