د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۹

ننګرهار: ۳۱ تنه وسله وال د سولې له پروسې سره یوځای شول


د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې چارواکي وايي،چې یودیرش تنه وسله وال طالبان، چې له دې وړاندې يې د ننګرهار په غني خیل،نازیان او په بټي کوټ ولسواليو کې د دولت ضد اعمال ترسره کول،د دوشنبې په ورځ د سولې له بهير سره يوځای شول.

د سولې ولایتي کميټې مشر ملک نذير وايي،چې په دې تسلیم شویو کسانو کې درې تنه سرګروپان دي،چې له ځانو سره يې یو شمېر وسلې هم تسلیم کړې:

"په دې کې درې قومندانان دي،ټول یودیرش کسان د سولې پروسې سره یو ځای شوي دوه ویشت میله وسله ورسره ده،چې دغو وسله والو د ننګرهار په درې ولسوالیو بټي کوټ،غني خیلو او نازیانو کې عملیات کول"

له دولت سره دغه یوځای شوي وسله وال وايي،چې دوی په پاکستان کې د ملا رباني ډلې پورې تړلي و،او هغه وخت د خپلې ناپوهۍ له امله له هغوی سره یو ځای شوي وو.

دوی وايي په لومړيو وختونو کې ورته په پاکستان کې ټریننګ ورکول کیده او وروسته دې ولایت راواستول شول،چې وجنګيږي.

دغو وسله والو په خپلو تېرو کړنو ملامتيا ښکاره کړه، چې د پاکستان د ای ایس ای په اشاره د خپل اسلامي دولت پرضد جنګیدل:

"موږ ته اول پاکستان کې ټریننګ راکول کیده د پاکستان د ای ایس ای ادارې لخوا بیا يي دلته راولیږلو،چې تاسې جهاد وکړی،موږ په هر ډول عملیاتو کې برخه اخیستې وه ‎،خو اوس پوه شو،چې دا سياسي جنګ دی او سولې ته مو غاړه کيښوده .

زه د اچين ولسوالۍ اوسيدونکی یم زه او زما ګروپ،چې ټول پينځه کسان راسره دي دپاکستاني ملا رباني سره په ګروپ کې وو،هغه به موږته د عملیاتو پلان راکاوه اوس دا پینځه واړه راسره یو ځای راغلل او کوښښ به کوم،چې نور ملګري،چې زه پیژنم هغوی هم دعوت کړم،چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي"

د ننګرهار ولایتي شورا غړي ضابط امیرمحمد وايي که افغان دولت دغو یو ځای شویو وسله والو سره پوره مرسته وکړي او دوی ته د کار زمینه برابره کړي،نو نور وسله وال به هم ترې عبرت واخلي او دې پروسې سره به یو ځای کیدو ته غاړه کیږدي.

"دا یو نیک ګام دی د سولې په لور،خو زموږ غوښتنه د افغان دولت نه داده،چې یو خو دې ددې خلکو امنیت خوندي کړي او بل دوی ته د کار زمینه برابره کړي،چې نور وسله وال،چې اوس د دولت ضد جنګیږي هغوی هم تشویق شي او دې پروسې سره يوځای شي"

له دې وړاندې یو شمېر خلکو داسې ګنګوسې هم خپرې کړې وې،چې د سولې پروسې سره په یوځای کیدونکو کسانو کې جعلي خلک دي.

د ننګرهار د سولې د ولایتي کميټې مشر ملک نظير بیا د یو شمېر خلکو دغه ډول ادعاوې د سولې پروسې پرضد ګڼي:

"دغه ډول تبلیغات هغه کسان کوي،چې هغوی د سولې پروسې ضد دي،دوی خو څه لیوني نه دي،چې خپلې قیمتي وسلې راوړي او ډير عادي امتیاز ترلاسه کوي،دا مطلق دروغ دي"

د ننګرهار د سولې ولایتي کميټې د معلوماتو له مخې ددغو یودیرش تنو سره په ننګرهار کې ټول شاوخوا دوه سوه تنه وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای شوي دي.

وسله والو طالبانو د یادو کسانو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ویلي.

د ویلو ده،چې دغه وسله وال داسې مهال د سولې له پروسې سره یو ځای کیږي،چې روانه اونۍ د سولې په نامه نومول شوې او ددې اونۍ ټولې ورځې په بيلابيلو پروګرامونو نمانځل کیږي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG