د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

د تاجکستان ولسي جرګه به د روسیې د یوې پوځي اډې د جوړېدو طرح تصویب کړي


په پام کې ده چې؛ د تاجکستان ولسي جرګه ډېر ژر په دې هېواد کې د روسیې د یوې پوځي اډې د جوړېدو طرح تصویب کړي.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادو استازي نن د روسیې په سوچي ښار کې غونډه وکړي.

روسیه وايي چې؛ د امنیتي تړون د سازمان CSTO د غړو هېوادونو ترمینځ اړیکي په تېره د افغانستان په برخه کې ډېر ښه دي.

په دې غونډه کې به له افغانستانه د پخواني شوروي جمهوریتونو ته د ورپېښو ګواښونو، د سوریې د حالاتو او له تاجکستان سره د ټولنې د مرستو په اړه بحثونه وکړي.

د تاجکستان د پارلمان ولسي جرګه به د راتلونکې اونۍ د سه شنبې په ورځ هغه توافق تصویب کړي چې په دې هېواد کې د روسیې د پوځي اډې جوړېدل قانوني کوي.

د تاجکستان د پارلمان د رییس ویاند محمدالله سلطانوف نن ایتارتاس خبري آژانس ته وویل چې له دې توافق سره سم به په تاجکستان کې د روسیې دوه سوه یو نمبر پوځي اډه جوړه شي.

د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو په دې اړه موافقه نژدې یوکال مخکې لاسلیک کړه او ولسمشر امام علي رحمان د سپټمبر په ۱۸مه نېټه دا طرح د تصویب لپاره پارلمان ته واستوله.

د آزادۍ راډیو د تاجکي څانګې خبریال سلیم جان ایوبزاد وايي چې په تاجکستان کې د روسیې پوځي اډه له افغانستان سره د دې هېواد د ګډ سرحد په اوږدو کې له روانو تحرکاتو سره هېڅ ارتباط نلري خو له دې سره سره نوموړی دا پرمختګ مهم بولي:

"د سیمې او تاجکستان د چارو ډېرشمېر کارپوهان په دې نظر دي چې په تاجکستان کې د روسیې پوځي حضور ډېر مهم دی، په تېره د تاجکستان د حکومت لپاره ځکه چې د تاجکستان خپل ځواکونه په هېواد کې د امنیت د ټینګولو او د پولو د ساتلو توان نلري او په عین حال کې له ازبکستان سره دښمني هم لري، خو د کارپوهانو بله ډله وايي، دا د یوې دوه سره تورې په څېر ده چې هرکله چې روسیه وغواړي د تاجکستان د خپلواکۍ او د دې حکومت پرضد کار ترې اخیستلای شي."

په همدې حال کې د تورسمندرګي پر غاړه په پراته سوچي ښار کې نن د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان غونډه جوړېږي.

د CSTO په نننۍ غونډه کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو ته د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې کېږي او په څنګ کې به یې پر نورو سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وشي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزیر سیرګي لاوروف د دې غونډې له پیل مخکې وویل چې د CSTO د غړو هېوادونو ترمینځ اړیکي په تېره د افغانستان په برخه کې ډېر ښه او اغېزمن دي. لاوروف وویل چې روسیه ۲۰۱۴ کال ته په پام سره په افغانستان کې د روانو حالاتو په اړه سخته اندېښنه لري او زیاته یې کړه پر ټوله سیمه د دې حالاتو د اغېزو مخنیوی ډېر اهمیت لري.

د روسیې د ولسمشر یوه نژدې همکار یوري اوشاکوف خبریالانو ته وویل، د غونډې په اجنډا کې په ۲۰۱۴ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستانه سیمې ته د ورپېښو ګواښونو د مخنیوي پر لاروچارو خبرې شاملې دي.

د اوشاکوف په وینا د دې ګواښونو د مخنیوي په مقصد به د CSTO غړي همداراز د افغانستان او تاجکستان په ګډ سرحد کې د امنیت د ټینګولو لپاره له تاجکستان سره د غړو هېوادونو د ډله ییزې مرستې په اړه هم خبرې وکړي.

د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان غړي هېوادونه روسیه، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان، ارمنستان او بېلاروس دي.
XS
SM
MD
LG