د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

ډانفورډ: افغانستان به بیا د ترهګرو ځاله نه وي


په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو لوی قومندان خبرداری ورکوي، چې په دې هېواد کې د وسله والو مخالفینو کارونه به د دوی د هوډ مخنیوی ونه کړي.

د یکشنبې په ورځ جنرال جوزیف ډانفورډ په افغانستان کې د هغو افغان او بهرنیو ځواکونو په یاد غونډه کې چې په دې هېواد کې وژل شوي، یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې ترهګرو ته به اجازه ورنه کړي، چې له دې هېواد څخه د خپلې ځالي په توګه کار واخلي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزیر وایي، چې په دې هېواد کې د څو کالو لاسته راوړنې د هغو افغان او بهرنیو سرتیرو د قربانیو نتیجه ده، چې دلته وژل شوي دي.

د افغان او نړېوالو ځواکونو چارواکو په افغانستان کې د هغو کورنیو او بهرنیو ځواکونو یاد غونډه جوړه کړه، چې په دې هېواد کې په تیرو 12 کالو کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو لوی قومندان د یکشنبې په ورځ په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې وژل شوو سرتیرو په ډیرو خواریو سره له دې هېواده دفاع وکړه.

جنرال جوزیف ډانفورډ وايي، د وژل شوو سرتیرو پر قربانیو باید سترګې پټې نه شي.

ښاغلی ډانفورډ وايي، د افغانستان د دښمنانو ترهګریز فعالیتونه به له دې هېواد سره د دوی پر ژمنو اغېز ونه کړي:

“موږ هر یو تیار یو، چې خپل دښمن ته له تیروتني پرته یو روښانه پیغام و اوسو، چې د هغوی تاوتریخوالی او ترهګریز کارونه زموږ باوري هوډ، چې یو حقیقت دی، زیانمن نه کړي.”

په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې تر حملو وروسته په 2001 لومړي میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ د تروریزم پر ضد نړیوال ائتلاف د طالبانو رژیم نسکور کړ او وروسته د شا او خوا 50 هیوادونو ځواکونه په افغانستان کې ځای پر ځای سول.

خو دغه جګړه د 12 کلونو په تیرېدو سره اوس هم دوام لري، چې د ډیرو افغانانو ترڅنګ بهرني سرتیري هم په کې وژل سوي دي.

په دې غونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، چې که افغان او بهرني ځواکونه په همږغۍ سره کار وکړي، نو په دې جګړه کې به بریالي سي.
د عمر داودزي د معلوماتو له مخي په تیره څه باندي لس کلنه جګړه کې 10000 افغان او 3000 بهرني سرتیري وژل سوي دي.

په همدې حال کی د افغانستان د دفاع وزیر له نړیوالي تولني غواړي، چې تر 2014م کال وروسته هم افغان ځواکونه یوازي پرې نږدي او د ستونزو په حل کې یې ملتیا وکړي.

د جنرال بسم الله محمدي په خبره، د تیرو څو کلونو لاسته راوړني د هغو افغان او بهرنیو سرتیرو د ویني تویولو نتیجه ده، چې په دې هیواد کې وژل سوي دي:

“موږ د تیرو 11 کالو په تیرېدو سره لوی لاسته راوړني لرو، زموږ میلیونونه نجوني او هلکان زده کړي کوي، روغتیايي خدمتونه پراخیږي، له شپږ زره کیلومټره څخه ډیر سړکونه په نوي ډول جوړ سوي دي او د هیواد اقتصاد په تیزی سره پرمختګ کوي.

بې له شکه دا ټول پرمختګونه او لاسته راوړني د هغو افغان، ناټو او ایساف د دفاعي او امنیتي ځواکونو د قربانیو او سرښندنو نتیجه ده، چې دلته وژل شوي دي.”


دا خبرې داسې وخت کیږي، چې ټاکل شوې بهرني ځواکونه په څه کم یو نیم کال کې له افغانستان څخه ووزي.

افغان امنیتي ادارې ډاډ ورکوي، چې د دې هیواد سرتیري په بشپړه توګه تیار دي، چې د خپل هیواد د امنیت ساتلو مسئولیت واخلي.

خو د امنیتي چارو پوهان بیا د افغان ځواکونو کمي روزني او د لازمو وسایلو نه درلودلو ته په کتلو سره وايي، چې ممکن افغان ځواکونه د خپل هیواد د ساتلو پوره وس ونه لري.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG