د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

"د ملا برادر له خوشې کولو څخه پاکستان دوه ګټې پورته کوي"


لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د طالبانو د دوهم نمبر مشر ملا عبد الغني برادر د خوشې کیدو پر موضوع یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ د افغان طالبانو هغه مشر خوشې کړ چې د افغان مقاماتو په باور د افغانستان د سولې د پروسې لپاره ګتور تمامیدای شي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې ته ویلي موږ باور لرو چې؛ د ملا برادر خوشې کیدل به د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

ورځپاڼې د ملا برادر د خوشې کیدو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند څرګندونې هم نکل کړي چې ویلي اسلام اباد دا ګام د افغانستان د روغې جوړې په پروسه کې د اسانتیاو د برابرولو په هدف پورته کړی دی.

خو د مطلب د لیکونکي په وینا په داسې حال کې چې نړېوال محارب ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه اوځي یو شمېر کتونکي دا پوښتنه کوي چې ایا د ملا برادر خوشې کیدل به د سولې په پروسه کې کوم د پام وړ پرمختګ رامنځته کړي او کنه؟

د سیاسي چارو افغان کارپوه عتیق الله بریالي لاس انجلس ټایمز ته ویلي فکر نه کوي چې د ملا برادر خوشې کیدل به کومه نتیجه ورکړي.

د نوموړي په وینا که چیرته ملا برادر دومره زیات اهمیت او اغیز لرلی نو ولې يې له نیول کیدو وروسته طالبان ستونزو سره مخامخ نه شول.

د پاکستان د پوځي چارو کارپوه حسن عسکري رضوي ورځپاڼې ته ویلي چې؛ د ملا برادر له خوشې کولو څخه پاکستان دوه ګټې پورته کوي له یوې خوا کابل ته خپل ښه نیت څرګندوي او طالبانو ته هم پیغام ورکوي چې د هغوي یو لوړ رتبه مشر يې ازاد کړ.

لاس انجلس ټایمز لیکلي، افغان حکومت غواړي چې ملا برادر افغانستان ته وسپارل شي خو پاکستان تر دې دمه دا غوښتنه رد کړې ده.

د پوځي چارو پاکستانۍ کارپوه حسن عسکري رضوي وايي ملا برادر به د یو څه وخت لپاره په پاکستان کې وي خو اخر به افغانستان ته ځي ځکه چې طالبان هلته دي.

د نوموړي په وینا په پاکستان کې د ملا برادر پاتې کیدل به په دې هیواد کې د هغه د بند د دوام په معنا وي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په پیښور کې یوې کلیسا ته نزدې د یکشنبې ورځې د ځانوژونکو بریدونو موضوع یاده کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکلي:

دوو ځانوژونکو بریدکونکو د یکشنبې په ورځ په پیښور کې د یوې کلیسا مخته چاودنې وکړې چې له امله څه د پاسه ۶۰ کسان ووژل .

ورځپاڼه د پاکستاني مقاماتو په حواله وايي دا په پاکستان کې پر مسیحي اقلیت تر ټولو خونړۍ برید دی.

واشنګټن پوسټ زیاتوي دا چاودنې چې ۱۲۰ تنه نور يې ټپیان کړل په داسې حال کې د سخت دریځو ګواښ په ډاګه کوي چې حکومت غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې وکړي.

د مطلب لیکونکی وايي دا پیښه به د هغو کسانو لپاره انتقادونه زیات کړي چې ګمان کوي له طالبانو سره سوله یو خطا ده.

په پیښور کې د مسیحیانو یو مشر سرفراز همفري واشنګټن پوسټ ته ویلي که حکومت اراده وکړي نو دا تروریزم کنټرولوی شي.

د نوموړي په وینا دوي له حکومت څخه د امنیتي تدابیرو د سختولو غوښتنه کړې خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

د پاکستان سترو سیاسي ډلو له طالبانوسره د سولې په اړه د صدراعظم نواز شریف د غوښتنې ملاتړ کړی خو طالبان بیا د خپلو ملګرو خوشې کیدل او له قبایلي سیمو څخه د حکومتي سرتیرو وتل د هر ډول خبرو لپاره مخکې له مخکې شرط ګڼي.
XS
SM
MD
LG