د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

ملابرادر په کراچۍ کې یوه پټ ځای ته انتقال شوی


راپورونه وايي چې؛ د طالبانو نامتو قوماندان ملابرادر په کراچۍ ښارکې یوه پټ ځای ته انتقال شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي، ملابرادر چې افغان حکومت یې د سولې د هڅو لپاره مهم شخصیت بولي، د صدراعظم نوازشریف او ولسمشر بارک اوباما د کتنې په درشل کې د افغانستان د سولې د پروګرام په برخه کې د اسلام آباد د ښه نیت د یوې نښې په توګه له بنده خوشې کړای شو.

راپورونه وايي چې؛ د طالبانو نامتو قوماندان ملاعبدالغني برادر په کراچۍ ښار کې په یوه پټ موقعیت کې ځای پرځای شوی دی.

ملابرادر چې؛ د طالبانو د مشر ملامحمد عمر مرستیال هم پاتې شوی د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان له یوه زندانه خوشې شو.

افغان چارواکي ملابرادر ته د طالبانو د داسې مشر په سترګه ګوري چې د طالبانو په لیکو کې له نفوذ څخه یې د سولې د پروګرام په ګټه کار اخیستل کېدای شي.

د شنبې له ورځې وروسته چې پاکستان د ملابرادر د خوشې کېدو اعلان وکړ د ده د استوګنې د ځای په اړه آوازې هم تودې شوې.

که څه هم د ملابرادر دقیق ځای تراوسه نه دی معلوم خو د پاکستان د استخباراتو یوه مقام رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې نوموړی له پېښوره کراچۍ ته بیول شوی.

دا مقام چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړي وايي چې؛ ملابرادر په الوتکه کې د یکشنبې ورځې په سهار له پېښوره کراچۍ ته انتقال شو.

رویټرز د یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکوي چې وايي، ملابرادر به افغانستان ته وانه ستول شي او زیاتوي چې نوموړی په کراچۍ کې په یو امن ځای کې اوسيږي. د دې مقام په وینا د ملابرادر په اړه هره پرېکړه به پاکستان، افغانستان او امریکا وکړي.

چارواکو نه دي ویلي چې؛ ملابرادر به تر څه وخته په کراچۍ کې وي خو له دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې نوموړی ښايي آخر ترکیې، سعودي عربستان یا ډوبی ته واستول شي څو د طالبانو له استازو سره د سولې د خبرو په بیا پیلېدو کې مرسته وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي، د شنبې په ورځ د ملابرادر د خوشې کېدو اعلان د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې په حاشیه کې د امریکا له ولسمشربارک اوباما سره د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د کتنې په درشل کې وشو. یوه چارواکي وویل، له بنده د ملابرادر خوشې کول نیویارک ته د شریف له سفر سره تړلې مسئله وه څو پاکستان ته د داسې هېواد په سترګه وکتل شي چې په افغانستان کې د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره هرڅه ته تیار دی.

ګومان کېږي څوڅلوېښت کلن ملابرادر چې ویل کېږي ښه مرکچي او آرام سړی دی د سولې په بهیر کې منځګړتوب ته لېوالتیا لري او حتی د دی هڅو په لړ کې یې یوځل له کابل سره هم تماس نیولی و.

رویټرز په پاکستان کې طالبانو ته د نژدې سرچینو په حواله راپور ورکوي چې وايي، ملابرادر چې په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې د پاکستاني او امریکايي پوځیانو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و، اوس په همدې ښار کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی.
XS
SM
MD
LG