د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

فوزي: ښه ده چې ملابرادر یو درېیم هیواد ته واستول شي


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د طالبانو د یوه خوشې شوي مشر ملا عبدالغني برادر د راتلونکې پروګرام او د اوسیدو د ځای په اړه به د پاکستان له حکومت سره خبرې وشي.

د دې شورا د نړیوالو اړیکو د کمیټې مشر حبیب الله فوزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ د سولې شورا ترجیح ورکوي، چې ملابرادر یو دریم هیواد ته واستول شي، تر څو هلته له فشار پرته د سولې له پروسې سره مرسته وکړای شي.

د ښاغلي فوزي په وینا دوی ته هم داسې راپورونه ور رسیدلي چې ملا برادر د پاکستان په زندان کې ناروغ شوی؛ خو نه پوهیږي چې ناروغي یې څومره جدي ده.

زموږ همکار احمد زبیرژمن له ښاغلي فوزي سره مرکه کړې او په سرکې یې ترې پوښتلي، چې له ملا برادر سره به د سولې د شورا لومړی تماس کله او چیرته وي، دی وايي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG