د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

"خوشې شوي طالبان د سولې له عملیې سره نه دي یوځای شوي"


"ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې د پاکستان له زندان نه د طالبانو د دوهمه درجه مشر ملا عبدالغني برادر د خوشې کېدو په اړه یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یې راغلي:

افغان حکومت له اوږدې مودې راهیسې د ملا عبدالغني برادر د خوشې کېدو غوښتنه کوله. نوموړی د ۲۰۱۰ کال جنورۍ میاشت کې د پاکستاني چارواکو له خوا نیول شوی و او افغان حکومت په پاکستان تور لګاوه چې په دې کار سره یې د سولې نوښتنونه سبوتاژ او له منځه یوړل.

ایکسپرس ټربیون زیاتوي، پاکستان د تیرنومبر میاشتې راهیسې ۳۳ تنه طالب بندیان خوشې کړي، خو یو یې هم د سولې له عملیې سره نه دی یوځای شوی.

د ورځپاڼې په باور، ملا برادر د اوږدې مودې لپاره د افغانستان له جبهو یا د جګړې له صحنې څخه لري پاتې شوی او په وسله والو کې د ده اغیز هم تر پوښتنې لاندي دی.

ورځپاڼه زیاتوي، ملا عبدالغني برادر په ارزګان ولایت کې زیږیدلی او د شورویانو د یرغل په کلونو کې یې جهاد کاوه. کله چې په ۱۹۹۶م کال کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل، د طالبانو له مشر ملا عمر سره د ده ملګرتیا او دوستي د دې سب شوه چې؛ ملا برادر د دفاع وزارت مرستیال شي.

ورځپاڼه وړاندې ليکي، ملا برادر په کراچۍ ښار کې د "سي ای. اې" او د پاکستانې اجنټانو په پراخو عملیاتو کې نیول شوی و.

امریکا چاپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې: "د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د افغان پوځ مرګ ژوبله جګې سطحې ته رسیدلې" تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یې لیکي؛ افغان ځواکونه په تیرو دولسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره تر ټولو مرګونو موسومې جګړو کې ښکیل دي او دا ځکه چې د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي او افغانان په یو بل ډول جګړې کې ښکیل دي.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي؛ د ایتلافي ځواکونو ارقام ښیي چې؛ د وسله والو د حملو له امله په سږنې اوړې کې هره اوونۍ د ملي پوځ، ملي او سیمه ییزو پولیسو او له کلیو څخه د دفاع ځواکونو په ګډون، د افغان امنیتي ځواکونو له سلو زیات کسان وژل شوي او له درې سویو زیات ټپیان شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د ایتلافي ځواکونو دقیق ارقام ښیي چې؛ د پسرلې موسم له پیل راهیسې د ۱۳ او ۲۷ ترمنځ بهرني عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، که ارقام سره مقایسه شي، د افغان ځواکونو د اوړي د موسم تلفات د بهرنیو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو د ټولو تلفاتو درې برابره دي.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مضمون کې په افغانستان کې د نشه یي موادو له قاچاق او معاملو څخه د تروریستي ډلو او سازمانونو تمویل ته اشاره کړي او لیکي، د امریکا د کانګرس په یوې څیړنې کې ښودل شوې چې؛ وسله وال هر کال د افغانستان د نشه یي موادو له لارې د ۷۰ او سلو میلونو ډالرو ترمنځ عایدات تر لاسه کوي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې وزارت بیا دا رقم د څلورسویو میلیونو ډالرو ترمنځ اټکل کړی دی. ورځپاڼې د افغانستان د بیارغاونې د چارو د سر پلټونکې راپور ته اشاره کړي او لیکي چې، د نشه یي موادو پر ضد د مبارزې په مخکې اداري فساد او په فساد کې ښکېل افغان چارواکي یو ستر خنډ دی.
XS
SM
MD
LG