د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د سپټمبر۲۱مه د سولې نړېواله ورځ


د سپټمبر۲۱مه د سولې نړېواله ورځ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

نن د سپټمبر یوویشتمه د سولې له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. په تیرو کلونو کې به د سولې نړیواله ورځ په کابل کې د افغان دولت او ځینو نړیوالو سازمانونو له خوا په خاصو غونډو سره لمانځل کېده، خو سږ کال داسې ونشو. په تیرو څو کلونو کې په دې ورځ په افغانستان کې د یوې ورځې لپاره اوربند هم کېده. خو د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې؛ روانه اونۍ د سولې په نوم نومول شوې ده او د دې اونۍ د لمانځنې لپاره بیلابیل پروګرامونه په پام کې نیول شوي. د دې شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد وايي چې؛ په بیلابیلو ولایتونو کې به د دیني عالمانو غونډې جوړې شي او د سولې په اهمیت به په کې خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG