د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

"کمونستانو خلکو ته د خدمت ناري وهلې، خو همدا خلک یې ووژل"


انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د هغو شاوخوا پنځه زرو افغانانو د لیست په اړه یو مضمون لیکلی چې؛ د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو تر منځ په افغانستان کې د کمونستي رژیم له خوا وژل شوي دي.

ورځپاڼې د یوه افغان خبرې او څرګندونې خپرې کړي چې؛ کاکا یې د کمونستانو د واکمنۍ پر مهال بندي شوی او تر اوسه یې درک نه دی لګیدلی.

ورځپاڼه د دغه افغان د خبرو په دوام کې لیکي؛ زما کاکا باقرجان له نن نه ۳۵ کاله وړاندې نیول شوی و او زه به له خپلې نیا سره هره اوونۍ د پلچرخې زندان ته په دې امید تلم که چېرې باقر راخوشې شي.

خو خالي لاس به راستانه شولو:

ورځ به مو په دوړو او ګرمۍ کې تیره کړه، خو خالي لاس به راستانه شولو. موږ له ټولو سخیتو سره سره، وطن ځکه نشو پریښودلای چې هیله من وو؛ یوه ورځ به باقر راخوشې شي او که موږ په کور کې نه اوسو، د هغه په زړه به څه تیر شي او څوک به یې کور ته بوځي.

ګارډین د باقر د وراره د خبرو په دوام کې لیکي؛ زموږ د کورنۍ یوه ډير معتمد او صادق دوست را ته سوګند یاد کړ چې؛ باقر یې په سایبریا کې د افغان بندیانو په یو کیمپ کې لیدلی چې؛ جبري عسکري یې کوله او د یوې سرحدي پوستې ساتنه یې کوله.

ورځپاڼه د باقر جان د وراره له خولې لیکي؛ له څو لسیزو ګډوډیو وروسته موږ ته دا حقیقت معلوم شو چې؛ د هالنډ چارواکو د هغو پنځه زرو افغانانو لیست خپور کړی چې؛ د ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو تر منځ د کمونستي رژیم له خوا وژل شوي دي. باقر جان په دې لیست کې ۱۴۱۶م نفر دی.

ګارډین زیاتوي، دا لیست د هغه رژیم د ظلم او وحشت ثبوت دی چې؛ خلکو ته یې د خدمت ناري وهلې، خو همدا خلک یې ووژل.

وژل شوي بزګران او...

ورځپاڼه لیکي، د کمونستي رژیم له خوا د پنځه زرو وژل شویو کسانو په لیست کې د هغوی
دندې بزګران، د ښوونځیو زده کوونکي، سوداګر، دکانداران، مامورین، پوهان او بې روزګاره لیکل شوي دي.

د دې کسانو یو شمېر د انقلاب ضد کسان معرفي شوي؛ ځیني یې فیوډالان یا د ځمکو خاوندان، ماوستان او اخوانیان ښودل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د وخت دیکتاتور حفیظ الله امین د سټالین په پل قدم کیښود.

ګارډين ورځپاڼه د باقر جان د وراوه د خبرو او وروستي تحلیل په برخه کې لیکي:

له تیر وحشت او تاریخ څخه مو یو شی زده کړ او هغه دا چې، د حقیقت له رابرسیره کولو پرته د تاریخ له قیده آزادي نشته. له عدالت پرته سوله نه شي ټينګیدلاي. افغانان د نړیوالې ټولنې له مرستې پرته دا کار نه شي کولاي. نړیوال باید زموږ په څنګ کې ودریږي او زموږ ملاتړ وکړي چې؛ موږ د یوې متمدنې راتلونکې خاوندان شو.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف او طالبانو تر منځ د سولې هلو ځلو او ستونزو ته کتنه کړې او د مضمون په یوې برخې کې لیکي:

د پاکستان د نوې حکومت دا هلې ځلې چې غواړي له طالبانو سره سوله وکړې؛ ډير ژر له ستونزو سره مخامخ شوې او له دی څخه داسې معلومیږي؛ د دې شخړې ختمول چې د اټمي وسلو لرونکې پاکستان ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی، څومره ګران کار دی.

واشنګټن پوسټ وړاندی لیکي؛ نواز شریف په تیر پسرلي کې په هېواد کې د طالبانو د شخړې د له منځه وړلو لپاره چې د پنځه زرو عسکرو په ګډون شاوخوا پنځوس زره کسان په کې وژل شوي؛ یو پلان برابر کړی و.

ورځپاڼه لیکي، د نواز شریف دا هلې ځلې د پاکستان د مات ګډ اقتصاد لپاره حیاتي اهمیت لري. تر ټولو مهمه دا ده چې، د نواز شریف دا هلې ځلې به د طالبانو د ملاتړ اصلي منابع په داسې حال کې بندې کړي چې؛ بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته تیاری نیسي.
XS
SM
MD
LG