د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

حامد کرزی: سولې ته اوږده لاره وهل شوې، وبه رسیږو


ولسمشر حامد کرزی هیله څرګندوي چې سوله او ثبات به په افغانستان کې ټینګ شي.

ولسمشر کرزي نن ( جمعه) په کابل کې د سولې د عالي شورا د پخواني رییس برهان الدین رباني د دوهم تلین په اړه جوړي شوي غونډي ته وویل، چې سولې ته د رسیدو لپاره اوږده لاره وهل شوې ده.

په ورته وخت کې د سولې د عالي شورا اوسنی رییس صلاح الدین رباني د جهادي شخصیتونو په ځانګړي توګه د خپل پلار د ترور د دوسیې پر نه څیړل کیدو انتقاد و کړ.

د سولې د عالي شورا پخوانی مشر برهان الدین رباني دوه کاله مخکې په خپل کور کې د یوه کس لخوا چې ځان یې د طالبانو د سولې استازی معرفي کړی وو، ووژل شو.


که څه هم زیات شمېر افغانان له وسله والو طالبانو سره د سولې د روان بهیر پایلو ته خوشبینه نه دي، خو ولسمشر حامد کرزی په افغانستان کې د سولې پر ټینګیدو ټینګار کوي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ د سولې د عالي شورا د پخواني رییس برهان الدین رباني د دوهم تلین یوې غونډې ته وکړې.

په دې غونډه کې یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او حکومتي چارواکو برخه درلوده.

د ښاغلي کرزي په وینا، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره ډیر کار شوی او ډیري قربانۍ ورکړل شوي دي:

"زموږ شهید استاد په افغانستان کې سوله غوښته، بل هدف یې د افغانستان ثبات او پرمختګ وو، چې د دې هدف لپاره مو هم اوږده لاره سرته و رسوله او انشاالله ډیر ژر به ور و رسیږو. البته د افغانستان خپلواکي د دوی د اهدافو په سر کې وو، چې د هغه لپاره یې جهاد وکړ، مبارزه یې وکړه او مقاومت یې وکړ. موږ هغه ته و رسیدلو او اوس یې باید بنسټ پوخ او ټینګ کړو."

د ولسمشر کرزي په وینا، استاد رباني ورته ویلي وه چې؛ په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره حاضر دی خپل ځان قرباني کړي او بلاخره یې ځان قرباني هم کړ.

د سولې د عالي شورا پخوانی رییس برهان الدین رباني دوه کاله مخکې، په کابل کې په خپل کور کې په یوې انتحاري حمله کې ووژل شو.

په تیرو څو کلونو کې یو شمیر نور لوړ پوړي شخصیتونه لکه، د شمال ختیځ زون قومندان جنرال داود داود، د سولې د عالي شورا غړی ارسلا رحماني، د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی، د ولسي جرګې غړی عبدالمطلب بیګ او د ولسمشر کرزي سلاکار جان محمد خان په جلا پيښو کې ترور شوي دي.

خو داسي انتقادونه کیږي، چې د دې کسانو د ترور د دوسیو د څیړلو لپاره لازمه توجه نه ده شوې.

د سولې د عالي شورا رییس صلاح الدین رباني وایې :

"موږ په تیرو دوو کلونو کې په کورنیو او بهرنیو غونډو کې پر دې ټینګار و کړ، چې مسول نهادونه باید د زنځیري وژنو په ځانګړي توګه د جهاد او مقاومت د مشر د ترور دوسیه تعقیب کړي، خو داسې ښکاري چې دا نهادونه یا د دې کار وس نه لري، یا هم د دې کار د تعقیب لپاره سیاسي اراده نشته. ځواب ورکول او تعقیب یې د دولت مسولیت دی."

مخکې تر دې هم د هېواد په ځینو سیمو کې د مطرحو شخصیتونو د ترور له امله مظاهرې شوي دي.

یو شمېر کتونکې په دې زنځیري قتلونو کې د پاکستان استخبارات ښکیل بولي، خو ځیني نور بیا د افغانستان کشفي او استخباراتي ارګانونو ملامتوي او وایې چې؛ د دې وژنو د مخ نیوي لپاره جدي کار نه کوي.
XS
SM
MD
LG