د مدني ټولنې ځیني سازمانونه د انتخاباتو له خپلواک کمیسون څخه غواړي چې؛ انتخابات دې د یوه ملي جشن په څير ترسره کړي، ترڅو خلک په انتخاباتو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
د زرغون ملي نهضت غړيو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسون څخه وغوښتل چې؛ د عامه پوهاوي د پروګرامونو په تقويې، د قومي تبعیض په له منځه وړلو او د خلکو ترمنځ د انتخاباتو په اړه د مثبت نظر په رامنځ ته کولو کې هڅې وکړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون وايي چې؛ د شفافو انتخاباتو ترسره کیدو لپاره له هر ډول مدني اقدام څخه ملاتړ کوي.
د مدني ټولنې ځیني سازمانونه وايي چې؛ په انتخاباتو کې د ګډون لپاره د خلکو د هڅونې ډیرې لارې شته چې د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو ترې ګټه اخیستل کیدای شي.
د زرغون ملي نهضت غړو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په انتخاباتو کې د مدني ټولنې پر ونډې ټینګار وکړ او د انتخاباتو ترسره کیدل یې د ملي مشارکت او دیموکراسې د پلي کیدو لپاره مهم وبلل.
د دې نهضت بنسټګر احمد ضیاء رفعت د انتخاباتو له خپلواک کمیسون څخه وغوښتل چې؛ انتخابات د یوه ملي جشن په توګه ترسره کړي، ترڅو ډیر خلک په کې برخه واخلي:
"که موږ وغواړو چې؛ دا په یوه ملي جشن تبدیل کړو، کیدای شي چې هنري نندارتونونه جوړ کړو، د موسیقي کنسرټونه جوړ کړو، سپورټي سیالۍ جوړې کړو چې ځوانان اوس سپورټ ته ډیره پاملرنه کوي. همدا دی چې کولای شي د ټولنې په منځ کې نشاط رامنځ ته کړي."
د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباو ته څه کم اوه میاشتې وخت پاته دی، خو د هېواد په یو شمېر سیمو کې موجوده نا امنيو خلک اندیښمن کړي او ښایې په دې پروسه کې د خلکو ونډه کمه کړي.
ښاغلي رفعت وویل چې؛ حکومت او نړېواله ټولنه باید هڅه وکړي، څو د انتخاباتو په وړاندې موجوده امنیتي ګواښونه لري کړي.
هغه وایي چې؛ د انتخاباتو پروسې امنیت به هغه وخت ټینګ شي چې؛ پاکستان په دې برخه کې مداخله ونه کړي او ویې ویل چې؛ په پاکستان نړېوال فشارونه به وکولای شي د افغانستان په انتخاباتو کې د هغه هېواد د مداخلې مخه ونیسي.
په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مسوولین وایي چې؛ په هېواد کې د ښو انتخاباتو د ترسره کیدو په خاطر له هر ډول مدني حرکتونو ملاتړ کوي.
د دې کمیسون یوه غړي سریر احمد برمک چې؛ د زرغون نهضت په غونډه کې یې ګډون ګړې و، وویل:
"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چې؛ وغواړي هر ډول مدني حرکتونه جوړ کړي، موږ به ورسره همکاري و کړو.
د جمهوري ریاست کوم کاندیدان چې وغواړي انتخاباتو ته قومي بڼه ورکړي، کاندیداتوري به یې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا واخیستل شي."
سره له دې چې؛ د مدني ټولنې یو شمېر فعالان د هېواد د یوې لسیزې لاسته راوړنې ښې بولي، خو ټولنیز محرومیتونه او په ټولنه کې بې عدالتي د حکومت او خلکو تر منځ د واټن د رامنځ ته کیدو عوامل بولي.
دوی وایي، د تیرو انتخاباتو تجربو ته په کتو سره چې د تقلب ادعاوې پکې وشوې، اوس پدې پروسه د ځینو خلکو باور کم شوی دی.
خو کتونکي بیا تل په انتخاباتو کې د خلکو په پراخ ګډون ټینګار کوي او وايي که په انتخاباتو کې خلک پوره برخه وانه خلي، نو دا به د راتلونکې نظام مشروعیت ته یوه ضربه وي.