په افغانستان کې د مرګ د لېست په نوم د کمونیستي نظام د لومړیو څو میاشتو د قربانیانو د نومونو خپرېدو په افغانانو کې سخت هیجان رامنځ ته کړی.
دا لېست د چارشنبې په ورځ د هالنډ لویې څارنوالۍ خپور کړ.
ځینې افغانان چې له تېرو درې نیمو لسیزو راهیسې د خپلو کورنیو د غړو له مړینې نه و خبر او لایې هم لټول د خپلو ورکو عزیزانو نومونه د کمونیستي واکمنۍ د مړینې په دې لېست کې وموندل.
د خپاره شوي لېست په اړه پوښتنې زیاتې دي. ایا حقیقي دی، ایا پر ټولو هغو نومونو چې په کې خپاره شوي اعتبار کېدای شي او دا چې ولې دا لېست له دومره کلونو وروسته اوس خپرېږي.
هالنډی څارنوال تییس برګر Thijs Berger چې د دې قضیي په اړه د تحقیق موظف څارنوال دی له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دې او نورو پوښتنو ته ځوابونه ویلې دي.
هالنډی څارنوال تییس برګر چې؛ دا لېست یې خپور کړی وايي، چې یاد شوی لېست د هغه وخت د کمونیستي نظام چارواکو برابر کړی او د اعتبار په اړه یې دی هېڅ شک نه لري.
برګر چې؛ د دې قضیې په اړه د تحقیق موظف څارنوال دی ازادی راډیو ته د ټیلیفون له لارې په ځانګړې مرکه کې معلومات ورکړل:
"زه د دې لېست د رښتینولۍ په اړه ډاډ ورکولای شم. په غالب ګومان دا لېست د رژیم د مامورینو له خوا برابر شوی دی.
موږ له بېلابېلو هغو شاهدانو سره هم خبرې وکړې چې په دې لېست کې د ورکړل شویو معلوماتو پر اعتبار ټینګار کوي، خو هېڅوک هم نشي کولای د هغو کسانو د هویت په اړه چې نومونه یې په دې لېست کې راغلې په ډاډ سره خبرې وکړي."
برګر وايي، دا لېست یې، په جنګي جرایمو له یوه تورن افغان څخه چې په هالنډ کې یې استوګنه درلوده او کلونه مخکې په جرمني کې له یو افغان شاهد څخه په خبرو کې ترلاسه کړی، خو نوموړی وايي د دې افغان، چې د هغه وخت د استخباراتي ادارې یا اګسا د تحقیق د څانګې رییس و له مړینې سره سم د دوی تحقیقات هم ختم شول خو په لېست کې شامل ټول معلومات او د قربانیانو نومونه ورسره پاتې شول او ځکه دوی خپله بشري او اخلاقي دنده ګڼي چې په دې اړه ټولې نړۍ ته معلومات ورکړي، خو بیا هم د دې لېست په خپرولو کې یوڅه وخت انتظار پاتې شول. ښاغلی برګر د دې انتظار دلایل داسې روښانه کړل:
"په اګسا کې په کار کولو نور تورن کسان چې په جنګي جرایمو کې په لاس لرلو هم تورن دي په نورو اروپايي هېوادونو کې دېره وو. ما د دې قضیې په اړه په دې هېوادونو کې خپل همکاران خبر کړل.
موږ غوښتل دوی ته کافي وخت ورکړو څو خپل تحقیقات پیل کړي څو د دې لېست په خپرولو سره دوی ته ستونزې پیدا نشي. وروسته موږ پرېکړه وکړه چې دا لېست خپور کړو."
دا هالنډی څارنوال همداراز زیاتوي چې له شاهدانو او نورو کسانو د پوښتنو، ګروېږنو پرمهال دوی ته وویل شول چې د قربانیانو یوبل دولس زره کسیز لېست هم شته چې د کمونیستي نظام په لومړیو څو میاشتو کې وژل شوي دي، خو تییس برګر وايي چې ده دا لېست نه دی لیدلی او په اړه یې خبرې نشي کولای.
فقیرمحمد چې د کمونیستي نظام په لومړیو کې د کورنیوچارو وزیر و، له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې په اوس وخت کې د دې لېست د خپرولو هدف د افغانستان په خلکو کې د نفاق اچولو په مقصد د دسیسې جوړول دي خو هالنډی څارنوال تییس برګر دا ادعا په قاطع ډول ردوي او وايي، دی په هېڅ صورت نه غواړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي:
"زما اصلي هدف قربانیانو ته معلومات ورکول و. دا د یوه قرباني قانوني حق دی چې د خپل یوه له لاسه تللي عزیز د برخلیک په اړه معلومات لاس ته راوړي.
زه یوازې خپل وجداني او قانوني مکلفیت سرته رسوم او د افغانستان د ننني ټولنیز او سیاسي وضعیت په اړه کوم خاص نظر هم نه لرم."
د جنګي او بشريت ضد جنایاتو نړیواله محکمه په هالنډ کې ده او د قوانینو د تطبیق مکلفیت یې د هالنډ حکومت ته ورکړل شوی.
برګر په دې اړه چې د هالنډ حکومت کوم کسان په جنګي جرایمو د تورنو کسانو محکمې ته احضارولای شي وویل، له ۱۹۵۲م. کال وروسته هرڅوک چې له هالنډ څخه بهر او له هغې ډلې په افغانستان کې یې په جنګي جنایاتو لاس پورې کړی وي او اوس مهال د هالنډ په قلمرو کې دېره وي د جنګي جنایاتو محکمې ته احضارېدای شي.
تییس برګر زیاتوي چې؛ په افغانستان کې د هالنډ سفیر ددې لېست په اړه لا دمخه د افغانستان حکومت ته معلومات ورکړي دي.