د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۰۲

ولسمشر کرزی: له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه بیړه نه لرو


افغان ولسمشر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې؛ ترهغو پورې به له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک نه شي ترڅو چې واشنګټن د افغانستان اساسي شرطونه ونه مني.

حامد کرزي وویل، امریکا غواړي چې افغانستان دغه تړون ژر لاسلیک کړي، خو که زموږ د غوښتنو په اړه ضمانتونه رانه کړي دغه تړون به د اکتوبر تر میاشتې پورې چې وروستۍ نیټه ورته تعین شوې، لاسلیک نشي بلکه دوی دې د افغانستان نوي حکومت ته منتظر شي.

افغان ولسمشرحامد کرزی وایي، هېواد یې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه بیړه نه لري.

کرزي پرون په کابل کې د ځوانانو یوې غونډې ته وویل، واشنګټن غوښتل چې؛ دغه تړون د روان کال په سر کې لاسلیک ته چمتو شي:

"امریکایانو غوښتل چې؛ امنیتي تړون د روان کال په حوت، حمل او ثور میاشتو کې لاسلیک شي. اوس دوی غواړي چې دغه سند په اکتوبر کې لاسلیک شي.

موږ کوښښ کوو چې؛ دا کار سم وشي هغوي په دې کار کې بیړه کوي.

زموږ فرق په دې کې دی چې؛ هغوي بیړه لري خو موږ هیڅ بیړه نه لرو."


افغان ولسمشر له امریکا وغوښتل چې؛ باید د افغانستان څلور مهم شرطونه ومني ترڅو د کابل او واشنګټن ترمنځ دغه دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک شي.

د دغه امنیتي تړون په اساس په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د ناتو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې د امریکایي ځواکونو حضور مشخص کیږي.

کرزي د افغانستان د امنیت د ټینګښت یقیني کول، د افغان امنیتي ځواکونو دوام، د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا او د دې هېواد د ملي حاکمیت درناوی، څلور شرطونه یاد کړل:

"که د میزان یا اکتوبر تر میاشتې پورې هغه ضمانتونه چې موږ یې ترې غواړی رانکړي، یوې موافقې ته ونه رسیدو، راتلونکې حکومت ته دې منتظر شي. دا حتمی نه ده چې زه یې لاسلیک کړم.

نوی جمهور ریس راځي، انتخابات کیږي، هغوي دې ورسره لاسلیک کړي."


افغانستان او امریکا د تیر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د امنیتي تړون په اړه خبرې پیل کړي دي.

د راپورونو له مخې واشنګټن غواړي چې؛ دغه تړون ژر تکمیل شي ترڅو لویدیځ پوځي پلان جوړونکې کافي وخت ولري چې؛ په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته چې په پام کې ده له دې هېواده نړیوال محارب ځواکونه ووځي د پاتې کیدونکو عسکرو چارې په سمه توګه تنظم کړي.
XS
SM
MD
LG