د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر په رسمي ډول پیل شو


د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر په رسمي ډول پیل شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر په رسمي ډول پیل شو. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسئولین وايي، چې دغه بهیر به د شلو ورځو لپاره دوام ولري، چې د ولسمشرۍ لپاره کاندید کسان به یوازې په مرکزي دفتر او د ولایتي شوراګانو لپاره کاندیدان به په خپلو ولایتونو کې نوم لیکنه کوي. خو د نوم لیکنې په لومړې ورځ په کابل کې د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره یوه کاندید هم خپل نوم نه دی لیکلی. ولې تر اوسه رسماً هیڅوک نه دي حاضر شوي چې؛ خپله کاندیداتورۍ اعلان کړي، ځینې کتوونکې یې عوامل بېلابیل بولي. که څه هم تر اوسه د ولسمشرۍ نږدې دیرشو احتمالي کاندیدانو د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه د معلوماتو پاڼې اخیستي، خو د کمیسیون د معلوماتو له مخې د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ هیچا هم د کاندید په توګه د نوم لیکنې مرکز ته مراجعه ونه کړه.

XS
SM
MD
LG