د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د کار د قانون د نه پلي کېدو په اړه اندیښنې


کابل چاپ ورځپاڼو د سمنګانو د ډبرو سکرو په کان کې د مرګ ژوبلې او د کار د قانون د نه پلي کېدو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

محور ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، د ډبرو سکرو په کان کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

ورځپاڼې په سرمقاله کې پوښتنه کړې، چې کله د کار د سمون وایو، نو قانون رامخ ته کړو،خو هلته چې قانون نه تطبیقیږي او کارګر مصوونیت نه احساسوي نو بیا یې پړه په چا ده؟

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کړې، د کار په هغه قانون له سره غور په کار دی، چې له نورو هېوادونو کاپي شوی او نن په افغان کارګرو عملي کیږي.

د لیکوال په باور د افغان کارګرو د ژوند ژغورولو، بیمې او تقاعد په چارو باید له سره کتنه وشي او پرېنږدي، چې نن د دغو انجینرانو بچیانو حال هم د هغو خیرات ګرو په شان شي چې له سواله پرته بله لاره نه ویني.

د سرمقالې په پای کې راغلي، دا چې د دوي پلرونه د هېواد لپاره سرونه قربان کړل، نو لکه د نورو شهیدانو په څیر د دوي بچي هم د ارام ژوند حق لري.

سرنوشت په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا لومړی ځل نه دی چې داسې پېښې کیږي، تېر کال هم په بغلان ولایت کې په یوې ورته پېښې کې ۱۱ تنه کارګر ووژل شول.

د لیکواال په اند، سره له دې چې افغانستان د کار قانون لري، خو تر پنځه نوي سلنې زیات کارګران نه پوهیږي چې د کار قانون څه ته وايي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د افغانستان غوڅ اکثریت کارګر د کار له قانون سره سم کار نه کوي، بلکې له دوي سره اوس هم زور زیاتی روان دی او حقوق یې خوړل کیږي.

په سرمقاله کې راغلي دولت له یوه اړخه خپلې دې چارې ته پام نه کوي او له بل اړخه یې په خصوصي سکتور هم فشارونه نه دي راوړي،چې د کار قوانین په نظر کې ونیسي اوله افغان کارګرو سره د کار د ملي او نړیوالو قوانینو سره سم چلند وکړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور دکارګرو پر وړاندې ترګردو لویه ستونزه د دوی خوندیتوب دی، د دې ترڅنګه د کارګرو له مرګ او معیوبیت وروسته د دوی کورنیو ته هم هېڅ پام نه کیږي.

لیکوال سپارښتنه کوي افغان دولت باید کار ورکوونکي او خصوصي سکتور اړ کړي چې د کار قانون په پام کې ونیسي دغه راز کار ګروته هم په کار ده،چې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي ،دوی باید د نورې نړۍ له هغو مثبتو تجربو ګټه واخلي چې د کارګرو له خوندیتوب سره مرسته کوي.

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي دغه او دیته ورته کانونه په غیر فني شکل اېستل کیږي او امنیت یې هم په پام کې نه نیول کیږي.

ویسا ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې لیکلي ځینې راپورونه وايي چې په دې کان کې رامنځ ته شوې ستونزه د ناامنۍ له امله وه او ځینې یې هم تخنیکي تېروتنه ګڼي.

د لیکوال په اند پېښه چې په هر ډول رامنځ ته شوې وي، مهمه دا ده چې د پېښې له قربانیانو سره مرسته وشي.

په پای کې هېواد ورځپاڼې لیکلي ولسمشر کرزي د پېښې د څیړنې امر کړي او سیمه ییزو چارواکوته یې سپارښتنه کړې چې د پېښې له قربانیانو اودهغوی له کورنیو سره دې بیړنې مرستې وکړي.

چمتوکوونکی:رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG