د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

په غزني او ميدان وردګو کې ۱۶ تنه طالبان وژل شوي


د ميدان وردګو چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د طالبانو پر ضد عمليات شوي، چې پکې څوارلس تنه طالبان وژل شوي، ها خوا بيا د غزني چارواکي په دغه ولايت کې په يوه جومات کې د چاودنې له امله د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

چارواکي وايي د ميدان وردګو په بېلابېلو ولسواليو کې د طالب وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات شوي دی، چې پکې څوارلس تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

دوی وايي، په دغو عملياتو کې افغان سرتېرو له وسله والو څخه وسلې، چاودېدونکي توکي او موټر سايکلونه هم نيولي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، په عملياتو کې د ملي پوليسو او ملي اردو يو تن هم وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

دی وايي، په وژلو شويو وسله والو کې دوه تنه پاکستانيان هم شامل دي.

"په مرکز میدان ښار، جغتو، سیداباد، دایمیرداد او چک ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو او نښتو په ترڅ کې د دوو پاکستانیانو په ګډون څوارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي، خوشبختانه په دغو عملياتو کې عامو وګړو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی."

بله خوا بيا په غزني کې د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ د ګردې په کلي کې طالبانو په يو جومات کې ماين جوړاوه، چې پرې ور چاودېدلی او دوه تنه يې وژلي دي.

دی وايي، په چاودنه کې جومات هم ويجاړ شوی دی.

"د ګردې په کلي کې طالبان د جومات په اتش خانه کې د ماين په جوړولو لګيا وو، چې په دغه وخت ماين انفجار کړی دی. په چاودنه کې دوه تنه طالبان هم وژل شوي او د جومات اتش خانه يې هم نړولې ده."

طالبانو لا تر اوسه د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG