د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

ایساف په افغانستان کې د اډو جوړولو پر پلانونو له سره غور کوي


سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: ایساف په افغانستان کې د اډو جوړولو پر پلانونو له سره غور کوي – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او د پیل به کرښو کې یي راغلي:

نړېوال پوځي پلان جوړوونکې وایي، د افغانستان د بیارغاونې د چارو د سر پلټونکې له راپور وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د اډو یا مرکزونو جوړولو پر پلانونو له سره فکر کوي.

ورځپاڼه لیکي، د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د مرکزونو او تاسیساتو د جوړولو لپاره شاوخوا ۴ اعشاریه ۷ میلیارده ډالر بیل شوي چې؛ یو شمېر تاسیسات تر کار لاندې دي او نور یې په پلان کې نیول شوي دي.

د افغانستان د بیارغاونې د سر پلټونکې په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو راغلې، د افغان امینتي ځواکونو شمېر به په ۲۰۱۵ م کال کې را کم شي او ډیرو دغو تاسیساتو ته ممکن اړتیا نه وي.

په راپور کې ویل شوي چې؛ د افغان ملي پوځ او ملي پولیسو شمېر به په ۲۰۱۵ م کال کې له درې لکو دوه پنځوس زرو څخه دوه لکو اته ویشت زرو ته راټیټ شي.

د افغانستان د بیا رغاونې په راپور کې ویل شوي چې؛ په افغانستان کې به د امنیتي ځواکونو د تاسیساتو ۵۲ پروژې د ۲۰۱۴ م کال ډسمبر میاشتې پورې بشپړې نشي او پیچلتیا یي رامنځ ته کړې چې؛ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به د دغو پروژو د لګښتونو د کنترول او څار کارونه له ستونزو سره مخامخ شي.

ورځپاڼه د افغانستان د بیار رغاونې د سر پلټونکې د راپور له مخې لیکي:

له کومې ورځې چې بهرنیو ځواکونو افغانانو ته امنیتي مسولیتونه سپارلې، په افغانستان کې د ۳۱۸ مرکزونو یا اډو اړتیا له منځه تللي او په دې توګه د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ مالي کال په بودجې کې ۲ میلیارده ډالر سپما شوي ده.

په عین حال کې امریکایي ځواکونو د روانې اوونۍ په سر کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د مرستي په مقصد د ۹ اعشاریه یو میلیون ډالرو نوي مرسته اعلان کړه.

بلومبرګ:

بلومبرګ اقتصادي خپرونې په وروستۍ ګڼې: امریکا له افغانستان څخه د پاکستان له لارې د موادو انتقال دري برابره کړی – تر سرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخې کې یي راغلي:

دا چې ناتو ځواکونه د ۲۰۱۴ م کال په پاي کې له افغانستان څخه د وتلو نیت کړی، د امریکا متحده ایالات غواړي چې د پاکستان له لاري د موادو انتقال درې برابره زیات کړي.

خپرونه لیکي: امریکا به له افغانستان څخه د ځمکې له لاري د موادو د انتقال په زیاتولو سره زیاتې پیسي وسپموي. د پنټاګون په وینا، د امریکا متحده ایالات به له افغانستان څخه په وتلو د پنځو او اوو میلیاردو ډالرو پوري ولګوي.
XS
SM
MD
LG