د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۶:۵۸

نړۍ

مصري ځواکونو د سینا په ټاپووزمه کې پر مسلمانو وسله والو برید کړی

مصري پوځیانو او هلیکوپترو د سینا په ټاپووزمه کې د جمعې په ورځ پر مسلمانو وسله والو برید وکړ، څو د هغه امنیتي ګواښ مخه ونیسي چې د مصر نورو سیمو ته په خپریدو دی.

امنیتي چارواکو وویل، پرون د برید پر مهال په دریو کلیو کې درې پوځیان ټپیان شول. د مسلمانو وسله والو بریدونه په دغې صحرایي سیمې کې چې له غزې او اسراییل سره پوله لري، زیات شوې دي.

د جولای له دریمې راوروسته چې پوځ له پراخو مظاهرو وروسته اسلام پلوه ولسمشر محمد مرسي له واکه لرې کړ، په نور مصر کې هم د مسلمانو وسله والو بریدونه ډیر شوې دي.

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په یوه بیان کې چې په خپل غږ یې خپور کړی دی په مصر کې د حکومت له لورې د اخوان المسلمین د ډلې ځپل وحشي اقدام بللی دی او له مصریانو یې غوښتي دي چې؛ خپل مقاومت ته دوام ورکړي. الظواهري په مصر کې دغه حالت د اسلام پرضد یوه کمپاین بللی دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د تونس د منحل شوي پارلمان مخې ته نښتې وشوې

د تونس د پارلمان مخ ته اخ‌وډب

وروسته له دې چې د تونس ولسمشر قیس سعید د حکومت صدراعظم لیرې او پارلمان‌یې منحل کړ، نن د دې هېواد د پارلمان مخې ته د نښتو راپورونه ورکړل شول.

په همدې حال کې پوځ ته دنده سپارل شوې چې د دولتي ودانیو ساتنه وکړي.

ولسمشر سعید، صدراعظم هشام المشیشي نن له دندې ګوښه او پارلمان‌یې د یوې میاشتې لپاره بند کړ، خو د تونس تر ټولو لوی اسلام‌پال سیاسي ګوند النَهضه دې اقدام ته د پوځي کودتا نوم ورکړ.

د وروستیو راپورونو له مخې پوځیانو د پارلمان ودانۍ بنده کړې او دولتي ودانۍ یې کلابندې کړې دي او په عین حال کې د ولسمشر سعید او د النهضه ګوند سلګونه پلویان له یو بل سره ونښتل او پر یو بل‌یې د کاڼو ګوزارونه وکړل.

د تونس ولسمشر، صدراعظم نن سهار وروسته له هغه له دندې ګوښه کړ چې یوه ورځ مخکې د النهضه او د هغه د حکومت پر ضد پراخې مظاهرې وشوې. مظاهره‌چیانو د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د حکومت د اقداماتو پر وړاندې د اعتراض غږ اوچت کړ.

د المپیک اړوند ۱۵۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي

د توکیو المپیک سیالۍ

د توکیو د المپیک تنظیموونکي وايي، د دې لوبو له پیل راهیسې د ۱۹ لوبغاړو په ګډون د المپیک اړوند ۱۵۳ کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې نن د جولای په ۲۶مه نېټه وویل چې له دې ډلې څخه ۱۶ کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

چارواکو ویلي دي چې په ویروس اخته کسان د توکیو د قرنطین مرکز ته بیول شوي دي.

د المپیک د ۲۰۲۰ کال لوبې له یو کال ځنډ وروسته د جولای په ۲۳مه د جاپان په پلازمېنه توکیو کې پیل شوې.

دا لوبې سږ کال د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د نندارچیانو له حضور پرته ترسره کېږي.

پیکېنګ: امریکایان له چین سره د 'خیالي دښمن' په څېر چلند کوي

د چین ملي نښان او د امریکا متحده ایالاتو ملي بیرغ

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، د امریکا او چین په اړیکو کې د کړکېچ عمده علت دا دی چې امریکایان له چین سره د "خیالي دښمن" په څېر چلند کوي.

شي فانګ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې وینډي شرمن (Wendy Sherman) ته نن ویلي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې چین د اهریمن په توګه وښيي او په کار ده دا چلند یې بدل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي شي او مېرمن شرمن سره تر کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا دې د خپلو جوړښتي ستونزو ملامتي پر چین نه‌اچوي.

وروسته له هغې چې واشنګټن په هانګ کانګ کې پر ډیموکراسۍ پلوه اعتراضونو د چین د فشارونو له کبله پر چین ځیني بندیزونه ولګول، په ځوابي اقدام کې چین تېره اوونۍ د امریکا د سوداګرۍ پخوانی وزیر ویلبر روز (Wilbur Ross)، ځیني نور اشخاص او کمپنۍ د خپلو بندیزونو په لېست کې شامل کړل.

د تونس ولسمشر د دغه هېواد صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ

د تونس ولسمشر قیس سعید

د تونس ولسمشر د سیاسي بحران د زیاتېدو په لړ کې صدراعظم له دندې لیرې او پارلمان منحل کړ چې د ده سیاسي مخالفانو دغه کار، کودتا بللې ده.

د تونس ولسمشر قیس سعید، پرون په ټلوېزیوني وینا کې وویل چې د نوي صدراعظم په مرسته به خپل اجرائیه صلاحیت ته دوام ورکوي.

تر دې اقدام څو ساعته مخکې د شمالي افریقا په دغه هېواد کې مظاهره‌چیانو د حکومت د استعفا او د پارلمان د منحلېدو غوښتنه وکړه.

ولسمشر سعید ویلي، د ده د اقداماتو هدف د تونس خوندیتوب او د اساسي قانون په چوکاټ کې د هغوی دفاع ده.

په دغه هېواد کې د اقتصادي بحران، انفلاسیون او په کرونا ویروس د مړینو د شمېر زیاتېدو له کبله پر حکومت د خلکو غوسه زیاته شوې ده.

د فرانسې پارلمان روغتیايي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبري کول تصویب کړ

د فرانسې پارلمان

د فرانسې پارلمان هغه قانون تصویب کړ چې روغتیايي کارکوونکو ته د کرونا ضد واکسین جبري کوي.

د دې قانون له مخې د هغو ځایونو لېست پراخېږي چې خلک اړ دي د ورتګ لپاره په اصطلاح روغتیايي جواز ولري.

دا بدلونونه وروسته له هغې راځي چې د حکومت له‌خوا د کرونا وبا له کبله د لګول شویو مقرراتو پر خلاف په ملي سطحه خلکو مظاهرې وکړې.

د ولسمشر امانوئل مکرون هدف دا دی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په وړاندې د مبارزې لپاره واکسین د یوې عمده وسلې په توګه وکاروي.

د ده حکومت غواړي زیانګالي خلک خوندي او په روغتونونو کې د بستر شویو د ګڼه ګوڼې مخه ونیول شي.

دغه لایحه په روغتیايي سکټور کې واکسین کول جبري کوي او روغتیايي کارکوونکي اړ دي چې د سپټمبر تر ۱۵مې نېټې واکسین وکړي، کنه د دندې ځنډولو خطر یې شته.

د جنګي بېړیو یوه لویه ننداره؛ پوتین د خپلو سمندري ځواکونو وړتیاوې وستایلې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنګي بېړیو په یوه لویه پوځي ننداره کې د وینا پر مهال

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جنګي بېړیو په یوه لویه پوځي ننداره کې د خپلو سمندري ځواکونو وړتیاوې وستایلې.

له کرونا وبا سره سره دا مراسم پرون د سنټ پټرزبورګ په بندر کې د سمندري ځواکونو د ورځې په مناسبت ترسره شول.

پوتین وویل، سمندري ځواکونه‌یې د اړتیا په وخت کې د دښمن د هر هدف په وړاندې چمتووالی لري.

نوموړی دا خبرې څو اوونۍ وروسته تر دې کوي چې کریمیا ټاپو ته نږدې په تور سمندر کې د روسیې او بریتانیا ترمنځ لانجه رامنځته شوه.

د جون په ۲۳مه د بریتانیا د سمندري ځواکونو یوه بېړۍ د روسیې د ۲۰ جنګي او دوو اوبتلونو (تحت‌البحري) بېړیو له‌خوا محاصره شوه.

هغه مهال د روسیې دفاع وزارت وویل چې د بریتانیا تحت‌البحري بېړۍ یې د ډزو په خبرداري د کریمیا له اوبو لیرې کړې ده.

مراکش ته د اسرائیل د دوو هوایي شرکتونو لومړنۍ الوتنې

د اسرائیل یو هوايي شرکت

د اسرائیل دوو هوایي شرکتونو مراکش ته لومړنۍ الوتنې ترسره کړې.

دا الوتنې پرون یکشنه وروسته تر دې وشوې چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو نږدې یو کال پوره شو.

دې شرکتونو ویلي چې دواړو پرله‌پسې الوتکو کې له تل‌ابیب نه مراکش ته سیلانیان لېږدول شوي دي.

اسرائیلي چارواکو ویلي چې دا الوتنې د ګرځندوی، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخو کې مرسته کوي.

د اسرائیل او مراکش ترمنځ اړیکې د ۲۰۲۰ کال په پای کې د امریکا په منځګړیتوب عادي حالت ته راغلې.

په عربي هېوادونو کې د مراکش ترڅنګ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او بحرین هم له اسرائیل سره اړیکې عادي کړې دي.

د توکیو په المپیکي لوبو کې دوه سوریایي وروڼو ګډون کړی

د توکیو المپیکي لوبې

د توکیو په المپیکي لوبو کې دوه سوریایي وروڼو ګډون کړی، دوی کې یو د سوریې او بل د پناه غوښتونکو استازیتوب کوي.

د دغو دوو وروڼو عکسونه چې په مختلفو لوبډلو کې لوبېږي، د همدې اوونۍ په پيل کې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول.

انځورونو کې ښکاري چې دوی توکیو کې یوه بل ته غېږ ورکړې ده.

محمد ماسو د سوریې او بل کشر ورور یې علا د پناه غوښتونکو په استازیتوب د لامبو وهنې په برخه کې لوبېږي.

دوی دواړه د سوریې د حلب اوسېدونکي وو چې اوس په جرمني کې اوسېږي.

د دغو وروڼو کورنۍ لا هم په سوریه کې ده، چېرته چې کورنۍ جګړې شاوخوا پنځه لکه کسان وژلي او ملیونونه نور یې بې‌ځایه کړي دي.

د المپیک سیالۍ؛ امریکا د تکواندو په برخه کې د سرو زرو یو مډال وګاټه

د المپيک تکواندو سیالۍ

د امریکا متحده ایالاتو د المپیکي لوبو په دوهمه ورځ د تکواندو په برخه کې د سرو زرو یو مډال وګاټه.

دا مډال اناستاسیا زولوتیک د ۵۷ کیلو وزن په پایلوبه کې د روسۍ لوبغاړې تاتیانا مینینا په ماتولو خپل کړ.

د تکواندو په بله پایلوبه کې ازبکستاني لوبغاړي اولګبیګ رشیدوف په ۶۸ کیلو وزن کې بریتانوی لوبغاړی برډلي سنډن مات کړ او د سرو زرو مډال‌یې وګاټه.

د المپيکي لوبو په دوهمه ورځ په ۱۰ ورزشي رشتو کې د سرو زرو د ۱۸ مډالونو په سر لوبې شوي.

سهار وختي بیا په نښې ویشتلو کې د افغانستان استازي مهدي یاوري ماته وخوړه.

یاوري د ۱۰ متره بادي ټوپک په نښې ویشتلو کې ګډون کړی و.

هغه له نورو نه کمې نمرې واخیستې او وروستیو پړاوونو ته له ورتګه پاتې راغی.

د توکیو په المپیکي لوبو کې پنځو افغان لوبغاړو برخه اخیستې.

تمه ده سې شنبه فرزاد منصوري د تکواندو په برخه کې سیالۍ پيل کړي.

د جولای په ۳۰مه فهیم انوري لامبو کوي او کیمیا یوسفي هم په ۱۰۰ متره منډو کې برخه اخلي.

د جولای په ۳۱مه به شاه محمود نورزی د ځغاستې یا اتلتیک لوبو کې ګډون وکړي.

د هند مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او سېلابونو ۱۱۳ کسان مړه کړل

هند کې سېلاب

هندي چارواکي وايي په مهاراشترا ایالت کې ځمکې ښویېدنې او د سېلابونو راوتلو ۱۱۳ کسان مړه کړي.

د مهاراشترا د حکومت یوې ویاندې ساندیا ګرواري نن رسنیو ته ویلي چې ۵۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د هغې په خبره ژغورونکي ټیمونه په دې توانېدلي چې له شااوخوا ۹۰۰ زیانمنو شویو کلیو نه یو لک او ۳۰ زره کسان وژغوري او خوندي ځایونو ته‌یې بوځي.

مهاراشترا ایالت د هند یو مهم اقتصادي مرکز هم ګڼل کېږي.

معمولاً د کال همدې میاشتو جولای یا تر هغه مخکې جون کې د هند موسمي اورښتونه یا مونسن فصل پیلېږي چې په‌کې پخوا هم ګڼې ځمکې او کورونه لاندې شوي او خلکو ته په‌کې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې.

سوریه کې دوه ترکي پوځیان وژل شوي او دوه نور ژوبل دي

ارشیف، سوریه کې یو شمېر ترکي پوځیان

ترکیه وايي، دوه پوځیان‌یې د سوریې په شمال کې وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.

د ترکیې دفاع وزارت پرون/ شنبه وویل، پوځیانو ته‌یې هغه مهال مرګ‌ژوبله واوښته چې د هغو پر کاروان برید وشو.

دغه وزارت همداراز ویلي چې له دې پېښې وروسته د ترکیې ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري.

ویل شوي چې پر ترک پوځیانو د ترکیې د شمال په الباب سیمه کې برید شوی دی.

سیستان او بلوچستان کې د ایران د سپاه پاسداران څلور وسله‌وال غړي ووژل شول

د ایران د سپاه پاسداران نښان

د راپورونو له مخې، په یوه وسله‌واله نښته کې د ایران د سپاه پاسداران څلور وسله‌وال غړي د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ولایت کې وژل شوي دي.

نښته د سیستان او بلوچستان ولایت د خاش په بلوڅ مېشته سیمه کې شوې، خو د هغې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه‌شته.

ایراني رسنیو پرون/ شنبه د سپاه د ځمکني ځواک په قول د دغو څلورو وسله‌والو د وژل کېدو دلیل د دولت له وسله‌والو مخالفانو سره نښته بللې چې دوی یې اشرار بولي.

خاش د سیستان او بلوچستان ولایت له مرکز زاهدانه ۱۸۵ کیلومتره لیرې جنوب خوا ته دی.

ایران د څو اعتراض کوونکو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو انتقادونه رد کړل

د ایران خوزستان ولایت کې اعتراضونه

د ایران حکومت په خوزستان ولایت کې د اعتراضونو په ترڅ کې د څو کسانو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو انتقادونه رد کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې میشل باشلې د جمعې په ورځ په خوزستان کې چې د تېلو پراخې زېرمې لري د تېرو څو اوونیو اعتراضونو په ترڅ کې د یو شمېر کسانو وژنه او د ډېرو نورو نیول وغندل.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون شنبه د مېرمن باشلې وینا غیر مسلکي او د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلله.

په تېره یوه اوونۍ کې د خوزستان خلک لارو او واټونو ته راووتل او د اوبو د کمښت پر وړاندې یې چې علت‌یې وچکالي ده په لاریونونو لاس پورې کړ.

په عین حال کې پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د دې اعتراضونو لمن نورو ولایتونو ته هم غځېدلې ده.

وچکالۍ او د کرونا وبا خپرېدو له یوې خوا او د نړیوالې ټولنې بندیزونو له بلې خوا د ایران اقتصاد سخت ځپلی دی.

هند کې موسمي بارانونه؛ د مړینو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شو

هند کې د موسمي بارانونو له کبله راوتلي سېلابونه

په هند کې د موسمي بارانونو له کبله د مړینو شمېر ۱۱۵ ته لوړ شو.

د هند په لوېدیځو سواحلو کې د مانسون د موسمي بارانونو له کبله د وروستیو څو ورځو سېلابونو په پایله کې د هند تجارتي مرکز ممبی ښار ته نږدې د ځمکې د ښویېدو او د ودانیو د ویجاړېدو پېښې رامنځته شوې دي.

د چارواکو په وینا د دې پېښو په نتیجه کې پر انساني تلفاتو سربېره لسګونه کسان تري تم شوي او شااوخوا ۱۳۵ زره خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.

د مانسون د موسمي ورښتونو له کبله د ګوا په ساحلي ایالت کې داسې سېلابونه راوتلي دي چې ساری یې په څو لسیزو کې نه‌دی لیدل شوی.

همداراز د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د همدې موسمي ورښتونو له کبله زرګونه کسان له خپلو کلیو او کورونو څخه وتلي دي.

په تېرو څو ورځو کې د مانسون د پرله‌پسې ورښتونو له کبله پرون شنبې په مانیلا او شااوخوا ولایتونو کې د سیند د اوبو کچه لوړه شوه او سېلابونه راووتل.

چارواکي وايي چې دې سېلابونو لږترلږه یو کلیوال وژلی دی.

عراق کې د امریکا پر یوه پوځي اډې برید شوی، مرګ ژوبله نه لري

عراق کې د امریکا یوه پوځي اډه

په عراق کې د امریکا د متحدو ایالاتونو په رهبرۍ ائتلاف وايي، پر یوه پوځي اډه یې د بې پېلوټه الوتکې له خوا حمله شوې، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

پرونۍ حمله داسې وخت شوې چې ټاکل شوې د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي را روانه دوشنبه د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره وګوري.

راپورونه وايي، دواړه مشران به له عراقه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو پر موضوع هم خبرې وکړي.

د امریکا په رهبرۍ ائتلاف نن په یوه اعلامیه کې وویل، یوې بې پېلوټه الوتکې د ائتلاف پوځي اډه اغېزمنه کړې ده.

د عراق رسنۍ وايي، دا حمله د عراق د کُردستان د کورواکې سیمې د مرکز ایربیل په ۷۰ کیلومترۍ کې د الحریر په نوم پر پوځي اډه شوې ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG