د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

په قرغزستان کې د شانګهای سرمشریزه


په قرغزستان کې د شانګهای سرمشریزه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:00 0:00

د افغانستان، پاکستان، هند، ایران، تاجکستان، قزاقستان او ازبکستان مشران پرون بشکېک ته ورسېدل. د قرغزستان ولسمشر د سیمیې د جمهورو رییسانو څخه تود هرکلی وکړ. په پام کې ده چې ولسمشرحامدکرزی نن د قرغیزستان په پلازمېنه، بشکېک کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د ځینو غړو هېوادونو له مشرانو سره وګوري. راپور زیاتوي چې، د افغانستان او روسیې ولسمشران به د کابل او مسکو ترمینځ د اقتصادي همکاريو پر پیاوړتیا هم خبرې وکړي. د غونډې له پیل مخکې پرون ماښام افغان ولسمشر د قرغزستان له ولسمشر الماس بېګ آتمبایوف سره وکتل او د سیمه ییزو امنیتي مسایلو په اړه یې خبرې ورسره وکړې. د بشکېک نننۍ سرمشریزه د شانګهای د همکارۍ د سازمان ۱۳ مه غونډه ده. روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان ازبکستان او چین د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي دي او افغانستان، هند، ایران، پاکستان، او منګولیا د ناظرینو په توګه ګډون په کې کوي.

XS
SM
MD
LG