د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۸

دسشمیتا بنرجي وژنه له افغانستانه بهر پلان شوې وه


د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي چې، د هندي الاصله افغانې مېرمنې "سشمیتا بنرجي" چې په "صاحب کماله" مشوره وه د وژلو پلان له پولې ها خوا طرحه شوی و او ياده مېرمن بهرنيو وسله والو د کورنيو وسله والو په مرسته وژلې ده؛ چې تر دې دمه دوه تنه د پېښې په تړاو نيول شوي دي.

د پکتيکا ولايت امنيه قوماندانۍ مسوولين د سشمیتا بنرجي د وژنې د نویو مالوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې وايي؛ چې د نوموړې هندي الاصله افغانۍ مېرمنې د وژلو پلان له پولې ها خوا طرحه شوی وو او ياده مېرمن د بهرنيو وسلوالو له خوا وژل شوي ده، چې کورني وسلوال مخالفين هم په کې لاس لري.

د پکتيکا امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالشاه ظريفي وايي؛ چې هغه دوه تنه کورني وسله وال مخالفين دوی نيولي دي، چې د سشمیتا بنرجي یا صاحب کمالې په وژنه کې نيغ په نيغه لاس لري:

"دا پلان له هېواده بهر طرحه شوی و، د موضوع په اړه موږ دوه نفره ګرفتار کړي، چې یو تن یعقوب نومیږي او بل تن هم اصف نومیږي، دواړه تر پوښتنو ګرویږنو لاندې دي او د پيښې ساحه په دوامداره توګه زموږ تر اپراتیفي پوښښ لاندې ده."

ظريفي زياته کړه نيول شويو دواړو وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ويلي يې دي، چې دوی ځکه هندي الاصله افغانه مېرمن "صاحب کماله" وژلې، چې نه يوازې يې له طالبانو څخه تېښته په نوم د فلم کيسه ليکلې وه؛ بلکې له خپل کور څخه به يې د انټرنېټ پر مټ هندوستان ته د طالبانو د فعالیتونو او کړو وړو په اړه مالومات ورکول.

هندي الاصله افغانې مېرمن سشمیتابنرجي یا صاحب کماله د هندوستان هېواد د بنګال ايالت اوسېدونکې وه، چې ۲۴ کاله وړاندې يې له مسلمانېدو وروسته د پکتيکا ولايت له يوه تن سوداګر جانباز خان سره واده وکړ؛ نوموړې د سنبلې په ۱۴ مه شپه د یو شمېر وسله والو له خوا په زوره له کوره راویستل شوه او وروسته وسله والو هغه ووژله.
XS
SM
MD
LG