د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

افغانستان يوه نادره کاميابي لمانځي


واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم په بریالیتوب د افغانانو د خوشالیو په اړه لیکنه چاپ کړې ده.

د دې مقالې عنوان دی: افغانستان له کلونو جګړې او ناکرارۍ وروسته یوه نادره کامیابي لمانځي.


ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان خلکو په کابل او نورو ولایتونو کې د جنوبي اسیا د فوټبال په مسابقو کې له بریالیتوبه وروسته خوشالۍ وکړې او حتي د هغو افغانانو په څېرو کې هم خوښي له ورایه ښکاري چې خبرې نه کوي.


د واشنګټن پوسټ له لیکنې سره سم د سپټمبر په یوولسمه د افغانستان د فوټبال د ټیم بري د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښې هېرې کړې او په داسي حال کې چې د ورځې په اوږدو کې د دغه هیواد په ټولو تلویزیونونو کې سیاستوالو او کتونکو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د عواقبو په اړه خبرې کولې، خو چې شپه شوه او د فوټبال لوبه پیل شوه، هر څه هېر شول او په افغانستان کې لور ده لوره خوشالي خپره شوه.


واشنګټن پوسټ په کابل کې د ځینو افغانانو په قول لیکلي چې وايي، دوی د زړه له کومې په دې ورځ جشن کوي، ځکه چې دا بری افغانستان ته د هیلو او امیدونو دروازې پرانیزي.


له بلې خوا د ورځپاڼې د لیکنې له مخې په زړه پوري دا ده چې ځوانانو په لاریو او پیک اپ موټرونو کې، چې یو وخت به طالبان، له اوږدو ږیرو او لونګیو سره پکې سپاره ول او ځوانان به یې ځپل، له داسي ځوانانو ډک ول چې د خوشالۍ نارې یې وهلې او رانګارنګ ټي شرتونه یې اغوستي ول.

ورځپاڼه زیاتوي:

د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې ځوانان د پخواني شوروي اتحاد له یرغلګرو سره په ورانوونکې جګړه کې ښکېل ول، وروسته کورنۍ جګړه ورله غاړې شوه او اوس چې بهرني پوځیان له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي دوی د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.


خو دا اندېښنې د چهارشنبې په ماښام د څو ساعتونو لپاره هېرې شوې او د کابل فضا او واټونه له خوښیو ډک شول.


نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په خپله وروستۍ ګڼه کې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو د ستونزو په اړه لیکنه چاپ کړې ده.


د دې مقالې په یوه برخه کې لولو:

د افغانستان د نورو سیمو خلاف چې افغان امنیتي ځواکونو ته د هغو د امنیت له سپارلو وروسته سوله او ارامي پکې ټینګه شوه، په سنګین ولسوالۍ کې دا اندېښنه شته چې افغان امنیتي ځواکونه به هغه ونه ساتلی شي.


د ورځپاڼې له لیکنې سره سم په سنګین کې د نورو ولایتونو خلاف افغان امنیتي ځواکونه طالبان نه تعقیبوي او تر ډېره یې د سنګرونو او مورچو جوړولو ته توجه کړې ده، خو له دې سره سره د امنیت ټینګولو وس نه لري.


نیویارک ټایمز همداراز لیکلي، که حالات په همدې ډول دوام وکړي، ښايي بهرني ځواکونه مجبوره شي چې یو ځل بیا د سنګین ولسوالۍ په عملیاتو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG