د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۲

ستانکزى: شنګهای سازمان په سيمه کې لوی بدلون راوستلای شي


نن د قرزغستان په پلازمېنه بشکيک کې د شنګهای همکارۍ د سازمان ديارلسمه سرمشريزه پېل شوې چې دوې ورځې به دوام ولري.

د شنګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱م کال کې رامنځ ته شو چې د سيمې د هيوادونو تر منځ پر اقتصادي، سياسي او پوځي همکارۍ تمرکز کوي.

په دې سازمان کې د منځنۍ آسيا د هيوادونو سربېره چين او روس غړيتوب لري او افغانستان، پاکستان، هند، ايران او منګوليا ته بيا د څارونکې حيثيت ورکړل شوی دی.

افغان ولسمشر حامد کرزی هم په دې سرمشريزه کې د ګډون لپاره بشکيک ته تللی او د دې غونډې په څنډه کې به د چين، روس، ایران او قرغزستان له مشرانو سره ګوري.

په سيمه کې د شنګهای سازمان پر رول او د افغانستان لپاره د دې پر ارزښت زموږ همکار احمد شاه اعظمي په کابل کې د سياسي او سيمه ايزه چارو له کارپوه پروفېسر نصر الله ستانکزي سره مرکه کړې او په سر کې ترې پوښتلي چې شانګهای سازمان د سيمې لپاره څه ارزښت لري؟ پروفېسر ستانکزی يې په ځواب کې وايي

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG