د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۸

د کرنیزو محصولاتو لپاره د هیلې نندارتون

نن په کابل ښار کې د هیلې په نامه د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو؛ چې دغه نندارتون په بابر بڼ کې د چهار شنبې په ورځ د وږي په شلمه پرانیستل شو او د درېیو ورځو لپاره به د خلکو پر مخ پرانیستی وي. د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي چې؛ له دې نندارتون څخه دوی دوه هدفه لري، یو دا چې خلکو ته د افغانستان محصولات وروښيي او بله یې هم د افغانستان د محصولاتو لپاره یوه ځانګړې لوګو معرفي کول دی، چې وروسته له دې به د هېواد پر ټولو تولیداتو چې بهر ته لېږدل کیږي باید دغه لوګو پرې لګېدلې وي. د ازادي راډیو خبریال محمد عارف لودین له دغه نندارتون څخه یو انځوریز راپور چمتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG