نن په کابل ښار کې د هیلې په نامه د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون پرانیستل شو؛ چې دغه نندارتون په بابر بڼ کې د چهار شنبې په ورځ د وږي په شلمه پرانیستل شو او د درېیو ورځو لپاره به د خلکو پر مخ پرانیستی وي.
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری وايي چې؛ له دې نندارتون څخه دوی دوه هدفه لري، یو دا چې خلکو ته د افغانستان محصولات وروښيي او بله یې هم د افغانستان د محصولاتو لپاره یوه ځانګړې لوګو معرفي کول دی، چې وروسته له دې به د هېواد پر ټولو تولیداتو چې بهر ته لېږدل کیږي باید دغه لوګو پرې لګېدلې وي.
د ازادي راډیو خبریال محمد عارف لودین له دغه نندارتون څخه یو انځوریز راپور چمتو کړی دی.
د کرنیزو محصولاتو لپاره د هیلې نندارتون
۱
۲
۳
۴
۵
۶
۷
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواری
۸
۹
۱۰