د افغانستان د سولې عالي شورا د پاکستان د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې د افغانستان د سولې د هڅو لپاره موثر نه بولي.
راپورونه وايي چې؛ د پاکستان سیاسي مشرانو په دې هېواد کې د سخت دریځو ډلو سره د مستقیمو خبرو اترو د پیلیدو ملاتړ کړی دی.
خو د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړی وايي، د پاکستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې ښايي په افغانستان کې د طالبانو د فعالیتونو د زیاتیدو سبب شي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا یو غړی مولوي شهزاده شاهد وايي، په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره صادقانه سیمه يیزو همکاریو ته اړتیا ده.
نوموړې د ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ د پاکستاني طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د سولې خبرې اترې یوازې د پاکستان په ګټه دي.
د راپورونو له مخې د پاکستان سیاسي مشرانو د دوشنبې په ورځ په دې هېواد کې له سخت دریځو وسلوالو سره د مستقیمو خبرو اترو د پلان ملاتړ وکړ.
د دوشنبې په ورځ د خپاره شوې پریکړه لیک په متن کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو مشران، د دې هېواد استخباراتي او امنیتي ادارې په دې سره سلا شوې دي چې په قبایلي سیمو کې باید خبرې اترې ترسره شي.
پاکستاني طالبانو هم د دې پریکړې هرکلۍ کړی دی. د پاکستاني طالبانو ویاند شاهدالله شاهد ویلي دي چې؛ په راتلونکو ورځو کې به د سولې په اړه د خپل پلان جزییات په ډاګه کړي.
خو په کابل کې د سولې د عالي شورا یو غړي مولوي شهزاده شاهد ازادي راډیو ته وویل چې په سیمه کې سولې لپاره ګډې صادقانه هڅې پکار دي. نوموړې وویل چې له طالبانو سره یو طرفه سوله د سیمې د سولې او ثبات سره مرسته نه شي کولی.
سره له دې هم د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي مولوي شهزاده شاهد پر افغان طالبانو غږ وکړه چې؛ د پاکستاني طالبانو په څیر دې دوی هم د خپل حکومت سره خبرو اترو ته غاړه کیږدي.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په هدف لیدنې کتنې کړې دي خو تر اوسه پورې کومې عملي نتیجې ته نه دي رسیدلي.
ویل کیږي چې؛ د پاکستان له خوا د سولې دا ډول هڅې به امریکا او نور هغه هیوادونه ناخوښه کړي چې په افغانستان کې د القاعده او طالبانو سره په جګړه بوخت دي.
د واشنګټن په باور، په پاکستان کې مخکې تر دې د سولې تړونونو، سخت دریځو وسلوالو ته ددې فرصت برابر کړی چې په سیمه کې خپلې اډې او پټنځایونه پیاوړي کړي او په افغانستان کې پر افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه وکړي.
خو اسلام اباد تل دا ډول تورونه رد کړي دي.
د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د ادارې د تازه څرګندونو په یوې برخې کې ویل شوې دي ، که چیرې سخت دریځي وسلوال د سولې وړاندیز ته مثبت ځواب ونه وايي حکومت به یې پر ضد له نورو انتخابونو کار واخلي.