د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۵:۲۷

مارشال فهیم پر خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ


د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په هیواد کې په خپل وخت د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار وکړ.

نوموړي دا خبرې د شهید د اونۍ او د احمد شاه مسعود د دولسم تلین د لمانځنې په غونډه کې وکړې.

په جوړې غونډه کې د افغانستان د جمهور ريیس لومړي مرستیال قسیم فهیم په خپلو خبرو کې په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، له انتخاباتو پرته بل هر فکرد هېواد لپاره زهر دي.

هغه وویل چې، انتخابات به په خپل وخت وشي او هیچا ته به اجازه ورنه کړای شي چې اخلال یې کړي.

په عین حال کې ښاغلي فهیم له وسله والو مخالفینو سره د سولې په هڅو هم ټینګار وکړ:

"سوله هغه وخت راتلی شي، هغه کسان چې د طالب په نامه نن زموږ پروړاندې جنګیږي، که پاکستان پورې اړه لري او که کوم بل هېواد پورې، خو اوسمهال د قضیې د یوې خوا په حیث ښکاره شوي دي.

له هغوغوښتل شوي چې، مذاکراتو ته حاضر شي، څو په هېواد کې سوله ټینګه شي."


نوموړي دا خبرې د شهید د اونۍ او د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د وژل کېدو د دولسم تلین په غونډه کې وکړې.

دولت په دې ورځ عمومي رخصتي اعلان کړې وه؛ سربیره پردې غونډې د کابل ښار د احمد شاه مسعود په څلور لارې کې د احمدشاه مسعود پر څلي د یوشمیېر دولتي چارواکو له خوا د ګلانو ګېډۍ هم کېښودل شوې.

ښاغلي فهیم وویل چې، دی د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته د یوه داسې کاندید پلوی دی چې؛ مسلمان او افغان وي او په عین حال کې په جهاد او مقاومت کې یې برخه اخیستې وي.

غونډې ته په وینا کې پخوانی جهادي مشر او د ولسي جرګې غړي استاد عبدالرب رسول سیاف پر وسوالو طالبان سخت انتقادونه کړل.

خو هغه وسله وال طالبان د پردیو مزدوران وبلل او ویې ویل چې، له بې واکه ډلو سره مذاکرات نه شي کیدای:

"موږ د سولې پلویان یو، غواړو دا ستونزه حل شي، که موږ یې حل نه کړو، نوڅوک به یې حل کړي.

بله دا چې تاسې کله اوریدلي چې؛ له مزدور سره مذاکرات کیږي؟
مخالفینو موږ سره سترګې نه شي مخامخ کولی؛ ځکه چې موږ ازاد یو او هغوی مزدوران."


ښاغلي سیاف د طالبانو پر کارونو انتقادونه وکړل او په دې برخه کې یې د فریبا احمدي کاکړ په نوم د یوې ښځینه وکیلې د تښتول کېدو پیښې ته هم اشاره وکړه.

نوموړي دا کار د اسلام او افغانیت پرضد وباله.

د کندهار ولایت استازې فریبا کاکړله څو تنو طالب زندانیانو سره تبادله شوه.

وسله والو طالبانو تراوسه د ښاغلي سیاف د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

راپور: خان محمد سیند
XS
SM
MD
LG