د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۴۴

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له سریلانکا سره لوبه کوي


د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي د چهارشنبې په ورځ د جنوبي آسیا په فوټبال سیالیو کې له سریلانکا سره مخامخ کیږي.

د جنوبي آسیا د فوټبال سیالیو په اولسم دور کې د بوتان په وړاندې د افغانستان بریا ته په کتو سره افغان ټیم هیله من دی چې وکولای شي د چهارشنبې په ورځ سریلانکا ته هم ماته ورکړي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکي یوسف کارګر له نیپال څخه د ټیلیفون په کرښه ازادي راډیو ته په خبرو کې په تېره لوبه کې شوې تیروتنې ومنلې او ویې ویل چې د سریلانکا په وړاندې د لوبې لپاره کلک تدابیر نیول شوي.

کومې ستونزې او تېروتنې چې په لومړۍ لوبه کې وشوې عوامل یې دا وو چې لوبغاړي په مصنوعي میدان کې عادت وو، چمني میدان،باراني هوا په خپله ددې لامل شوه چې لوبغاړي کومه تګلاره چې باید ترسره کړې یې وای پکې بریالي نه شو خو بیا هم د ملي ټیم بریا یوه قانع کونکې نتیجه وه او د سریلانکا په وړاندې مو ښه تدابیر نیولي څو یوه ښه نتیجه تر لاسه کړو.

د ښاغلي کارګر په خبره د سریلانکا په وړاندې په لوبه کې چې تمه ده د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلورنیمو بجو پیل شي ځینې افغان لوبغاړي چې په تېره لوبه کې موجود نه وو په لوبه کې شامل شي.

ښاغلي کارګر د سریلانکا په وړاندې په لوبه کې د ګول ساتونکي منصورفقیریار او د دوو حمله کونکو بلال ارزو او سنجر احمدي له شامیلدو خبر ورکړ.

له بلې خوا افغان لوبغاړي هم هیله من دي چې د تېرې لوبې د تېروتنې په هواري سره به د سریلانکا په وړاندې ښه سیالي وکړي څو نیمه پایلوبې ته د رسیدو امکان برابر کړي.

د جنوبي آسیا په فوټبال سیالیو کې چې دا ځل د نیپال په کوربه توب پیل شوي افغان ټیم په بي ګروپ کې له بوتان ، سریلانکا او مالدیف سره جوړه شوی.

د افغانستان ټیم په اوس وخت کې په خپل ګروپ کې د بوتان په وړاندې د درې پر صفر بریا په نتیجه کې دویم مقام لري ځکه چې د بي ګروپ لومړی ځاي د مالدیف او سریلانکا له لوبې وروسته چې په لسو ګولونو مالدیف ګټلې مالدیف ته ځانګړی شوی.

د جنوبي اسیا د فوټبال له تېر دور څخه افغانستان دویم مقام خپل کړ خو په وروستیو کې په ښو بریاوو سره په دې وتوانیده چې د جنوبي آسیا له ټولو ټیمونو مخکې شي او د فوټبال د نړیوال فدراسیون په جدول کې ۱۳۹ مقام وګټي.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG