د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم بوتان ته په درې ګولونو ماته ورکړه


د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د دوشنبې په ورځ د بوتان په ماتولو سره د لوبې درې امتیازونه خپل کړل.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم ګول ساتونکي حمیدالله یوسفزي له نیپال څخه ازادي راډیو ته وویل چې؛ افغان لوبغاړو په سختو شرایطو کې دا لوبه درې پر صفر له
بوتان وګټله.

"اولنۍ مسابقه وه، نور منظم نه وو، ولې چې زموږ لوبغاړي له امریکا او اروپا نه راغلي وو؛ هغوی ډېر زیات ستړي و. اوله لوبه دومره صحیح هم نه وه، خو بوتان ښه تمرین کړی و، ښه امادګي یې نیولې وه او موږ د خدای په فضل کامیاب شو چې؛ درې پاینټه واخلو او اوس د جدول په سر کې یو."

د افغانستان لپاره په دې سیالۍ کې کپټان اسلام الدین امیري په ۳۷، مصطفی ازادزوی په ۷۶ او حشمت الله بارکزي په ۸۸ دقیقه کې د بریا ګولونه ووهل.

د ملي ټیم ګول ساتونکی ښاغلی یوسفزی وايي؛ که افغان لوبغاړي راتلونکې لوبه چې تمه ده له سریلانکا سره یې کوي په ښه امتیاز وګټي نو د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته به خپل ورتګ پریکنده کړي.

افغان ټیم چې د جنوبي آسیا سیالیو په تېر دور کې دویم مقام تر لاسه کړی وو دا ځل د دې سیالیو د اتلولۍ له غوښتونکو یو ټیم شمېرل کیږي.

افغان ټیم به راتلونکې لوبې له سریلانکا سره د چهارشنبې په ورځ او له مالدیف سره د جمعې په ورځ ترسره کړي.

هغو افغانانو چې دا لوبه یې د ټلویزیونو له لارې کتلې؛ له دې بریا څخه خوښ ښکاري او وايي، هیله مند دي چې، افغان لوبغاړي به دا ځل د اتلولي جام وګټي.

د کابل دوو اوسیدونکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې داسې وویل:

"۱ـ شاه محمود نومیږم. زه نن ډېر خوشحاله یم ځکه افغانستان د بوتان ملي ټیم ته شکست ورکړ. له خدایه غواړم زموږ ملي ټیم چې په اینده کې له نورو هېوادونو سره مسابقه کوي همداسې پیروزي یې نصیب شي.

۲ـ زه محمد یاسین دولتزی یم. افغانستان ټیم د بوتان ټیم ته شکست ورکړ. د افغانستان خلک باید خپل ټیم تشویق کړي؛ څو د افغانستان ملي ټیم له کومو هیوادونو سره چې په راتلونکي کې لوبې کوي؛ هغوی ته هم شکست ورکړي."


افغانستان له دې مخکې چې د جنوبي آسیا په فوټبال سیالیو کې برخه واخلي په کابل کې یې د پاکستان ملي ټیم ته هم درې پر صفر ماته ورکړې وه؛ چې د روزونکي یوسف کارګر په وینا په لوړې روحیې سره افغان ټیم په جنوبي آسیا کې خپلې لوبې مخته وړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

پخواني معلومات:

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د بوتان ملي ټیم ته د جنوبي آسیا په اولسم دور قهرماني لوبو کې درې پر صفر ماته ورکړه.

دا لوبه نن مازدیګر د نیپال په مرکز کتمندو کې وشوه او د افغانستان لپاره اسلام الدین امیري، مصطفی ازادزوی او حشمت الله بارکزي د بریا ګولونه تر سره کړل.

افغانستان په دې بریا سره وکړای شول د لوبې پوره امتیازونه خپل کړل او تمه ده بله لوبه د چهارشنبې په ورځ له سریلانکا سره وکړي.

افغانستان د جنوبي آسیا په لوبو کې تېر ځل دویم مقام خپل کړی و.
XS
SM
MD
LG