د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۳

"په افغانستان کې تېره اوونۍ سل تنه په چاودنو او وسله والو حملو کې وژل شوي"


واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې؛ په تېره یوه اونۍ کې لږترلږه سل تنه په د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې په بمي چاودنو او وسله والو حملو کې وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې، تر ټولو وروستۍ خونړۍ انتحاري حمله په کندهار کې وه چې؛ شپږ ملکي کسان په کې ووژل او لږترلږه ۲۴ تنه نور په کې زخمیان شول.

واشنګټن پوسټ لیکي، تیره اونۍ په کندهار کې انتحاري حمله وشوه، په فراه کې د ایتلافي ځواکونو پینځوسو ټانکرونو ته اور واچول شو؛ تر هغه وړاندې په کندز کې انتحاري حمله وشوه، په غزني کې د پولندي عسکرو پر اډه برید وشو او په هرات کې د ملګرو ملتونو د سازمان شپږ کارکوونکي وتښتول او ووژل شول.

واشنګټن پوسټ په حو اله، د وسله والو طالبانو خبرپاڼې ویلي چې؛ سږکال د دوی بمي چاودنې، مسلحانه حملې او قتلونه په تیرو څو کلونو کې تر ټولو زیات بریاليتوب څرګندوي.

د وسله والو طالبانو خبر پاڼې د دې تر شا عوامل نه دي څرګند کړي؛ خو د چارو څارونکي د افغان حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې خبرو ته له پيښ شوي خنډه نیولې بیا په مصر کې تر وروستۍ سیاسي ناکرارۍ، مختلفو عواملو ته اشاره کوي.

د طالبانو یوه پخواني ‌ډيپلوماټ چې اوس د افغانستان د سولې دعالي شورا غړی هم دی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي:

"که چېرې طالبانو پر امریکاییانو او د سولې پر پروسه ډاډ درلودلای؛ نو له جګړې څخه به یې لاس اخیستی وای؛ خو اوس د طالبانو پالیسي دا ده چې، جګړې ته دوام ورکړي."

د وسله والو طالبانو مشرانو پخوا لا د افغانستان حکومت د غربيانو د ګوډاګي په نوم رد کړی او د امریکا له متحدو ایالاتو سره پر مستقیمو مذاکرو ټینګار کوي.

په داسې حال کې چې د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه د ۲۰۱۴ (میلادي) کال تر پایه له افغانستانه وزي؛ د امنیتي وضعیت څرنګوالي او راتلونکي د ډیرو ولسي افغانانو لپاره یوه عمده اندیښنه ده.

وسله والو طالبانو سږکال د سره صلیب د نړیوالې ادارې پر دفتر؛ د مهاجرت د نړیوالې ادارې پر ودانۍ، د هند پر قنسولګرۍ او یو شمېر نورو بهرنیو ادارو حملې کړې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي، جمهور رییس حامد کرزي د شنبې په ورځ په داسې حال کې چې غالباً پر پاکستان یې تور لګاوه چې؛ د وسله والو طالبانو د حملو شاته لاس لري؛ وویل چې، طالبان باید د بهرنیو د فرمانونو پر ځاي کول بند کړي.

خو د پاکستان د چارو خپلواکو څیړونکو ورځپاڼې ته ویلي چې؛ دې هېواد اوس پر طالبانو خپل زیات نفوذ بایللی دی.

دوی ویلي چې، د وسله والو طالبانو رهبران د څو کاله پخوا په مقایسه چې په منزوي شوي ډول یې افغانستان اداره کاوه اوس ډیر جهان دیده شوي دي.

اوس دوی ځان ته د یوه سیمه ییز قدرت په سترګه ګوري چې؛ نفوذ یې په سیمه کې د نورو اسلامي حرکتونو سره مقایسه کیدلای شي.

یو شمېر کارپوهانو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې؛ په مصر کې د وروستیو اونیو سیاسي ناکراریو د وسله والو طالبانو پر رهبرانو ډير ژور اغیز کړی دی. دوی وايي چې، د جولاي په دریمه په مصر کې له واکه د محمد مرسي لري کېدو او د هغه پر اسلام پالو ملګرو خونړۍ بندیز طالبان په اسلامي نړۍ کې د قدرت د ویش او شراکت لپاره د امریکا غیر واقعي ژمنې ګڼي.

د پوځي او سیاسي چارو څيړونکی وحید مژده ورځپاڼې ته ویلي:

"طالبان نور خبرو ته نه دي تیار او غواړي چې څرګنده کړي چې؛ د یولک بهرنیو عسکرو د شتوالي سره هم تقریباً په هر ځای کې عملیات کولای شي."

د مژده په وینا، دا طالبانو له خوا د قدرت څرګندولو هڅه ده؛ تر څو خلک فکر وکړي چې، اوس دا حال دی نو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به څه کیږي.
XS
SM
MD
LG