د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۰۴:۴۶

په غزني او میدان وردګو کې ۱۶تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


د غزني او ميدان وردګو دولتي چارواکي وايي، په دغو ولايتونو کې د طالبانو پر ضد په عملياتو او چاودنو کې شپاړس تنه وسله وال وژل شوي دي، دوی وايي، په ټپي شويو کسانو کې د حزب اسلامي جنګيالي هم شامل دي.

چارواکي وايي، په ميدان وردګو کې يې د طالب وسله والو پر ضد عمليات کړي او په غزني کې بيا پر وسله والو خپل ماين ور چاودېدلی، چې په دواړو ځايونو کې د شپاړسو تنو وسله والو د مرګ او ژوبلېدو ادعا کوي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطا الله خوګياڼی وايي، د دغه ولايت په مرکز، جلرېز او جغتو ولسواليو کې د طالبانو پر ضد په روانو عملياتو کې تېره شپه اووه تنه وسله وال وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی.

دی وايي، په دې سربېره، په ميدان ښار کې د چاودنې له امله د حزب اسلامي درې تنه جنګيالي هم ژوبل شوي دي.

"د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې او په يوه چاودنه کې يوولسو تنو وسله وال مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په جلرېز کې د عملياتو پر مهال دوه تنه وژل شوي دي او همدارنګه په مرکز ميدان ښار کې، د وسله والو د خښ شوي ماين په چاودنه کې بيا، د حزب اسلامي درې تنه غړي ژوبل شوي دي."

خوګياڼی وايي، په ميدان ښار کې بيا نن سهار افغان سرتېرو د وسله والو يو سيمه ييز قومندان له وسلو سره نيولی، چې اوس ورڅخه پوښتنې کېږي.

بله خوا بيا د غزني چارواکي ادعا کوي، چې د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې پر طالبانو خپل ماين ور چاوېدلی، چې پکې پنځو تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، دوی پرېکړه کړې وه، چې د ولسوالۍ په سنګينکې غونډۍ باندې د پوليسو يوه پوسته جوړه کړي، خو وايي، وسله والو غوښتل وار له مخه تېره شپه، په دغه ځای کې ماين خښ کړي، چې خپل ماين پرې ور چاودېدلی دی.

دی وايي، په چاودنه کې درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.

"د سنګينکې په تپه کې طالبانو غوښتل ماين ځای پر ځای کړي، ځکه هلته د پوليسو يوه نوې پوسته جوړېده، خو ماين پر دوی ور چاودېدلی دی، چې پکې درې تنه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي."

طالبان د ميدان وردګو په عملياتو او چاودنو کې خپلې غاړې ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طابانو وياند بولي وايي، په ميدان وردګو کې يې د ملګرو پر ضد هيڅ ډول عمليات نه دي شوي، خو په غزني کې بیا پر خپلو ملګرو د چاودنې په اړه ناخبري ښيي.

سيدشاه
XS
SM
MD
LG